fbpx

علي وزیر او محسن داوړ به ډیر ژر خوشې شي

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۹- د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د پاکستاني ریاست له لورې په نامعلوم بند باندې محکوم شوي وو اوس یې عالي محکمې د خوشې کېدلو ضمانت منظور کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې مشرانو یو مدافیع وکیل سنګین خان د هغوی د ضمانت منظورېدل رسنیو ته تایید کړي دي او په ډاډ سره وایي، چې علي وزیر او محسن داوړ به ډیر ژر خپلو کورونو ته ستانه شي.

سنگین خان داهم ویلي چې هیله لري پاکستانی حکومت اوس یو ځل بیا د هغوي خلاف نورې قضیې ثبت نه کړي او پرته د کوم خنډ یې خوشي کړي.

د علي وزیر او محسن داوړ په اړه د پاکستاني ریاست له دې پرېکړې وروسته د پي ټي ایم ملاتړي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستیال مشر مختارخان یوسف زي په خپله ټویټر پانه لیکلي چې په علي وزیر او محسن داوړ لګولي شوي تورونه بې بنسته دي”

((د علي وزیر او محسن داوړ ضمانت منظوریدل په باطل باندې د حق فتح ده ، هغه تورونه چې په دوی ریاست لګولي وو درواغ وو.د علي،محسن او د دوی نورو ملګرو ته د دوی په همت او جرات او قربانیو ته شاباسۍ وایو او کورنیو ته یې مبارکي وایو.))

دغه راز د پي ټي ایم بلې مخکښې مشرې ثناء اعجاز هم په خپلې ټویټر پانې لیکلي دي ” مبارک شئ د علي وزیر او محسن داوړ ضمانت منظور شو”

د پي ټي ایم مخکښ غړي علي وزیر او محسن داوړ په دې تورن شوي وو چې ګواکې د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوې پوسته یې برید کړی وو چې په نتیجه کې پکې پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

خو علي وزیر او محسن داوړ دواړو د ریاست او پوځیانو دا تورونه بې بنسټه وبلل دوی وویل؛: د خړ کمر په سیمه کې پر پوځیانو برید دوی نه دی کړی، بلکې پوځیانو د پي ټي ایم پر احتجاجي کاروان برید کړی وو چې په پایله کې ۱۳ تنه غړي پکې شهیدان او تر ۴۵ پورې نور غړي یې ټپیان شوي وو.

په داسې حال کې د علي وزیر او محسن داوړ ضمانت کېږي چې دوه ورځې وړاندې په پاکستان کې سترې محکمې د یوې تازه پرېکړې له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو بل مشر عالمزېب مسید د خوشې کېدلو امر هم وکړ.

عالمزیب مسید په تېره جنورۍ میاشت کې د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې پولیسو د پاکستان د پوځي ادارو د بدنامولو په تور نیولی وو، خو پاکستان دوه ځلي د نوموړي د خوشې کېدلو ضمانت هم رد کړی وو.

د یادولو ده پنځلس ورځې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان هم له پاکستاني ریاسته غوښتي وو چې په دې هېواد کې دې د پښتنو د حقونو د مدافعانو ځپل پای ته ورسوي.

هغه مهال د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني ریاسته په کلکه غوښتي وو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ټول توقیف شوي غړي، دغه راز نور سوله ییز فعالان باید سمدستي خوشې شي او په یادو پښتنو روان ظلمونه باید نور پای ته ورسول شي.

پې ټي اېم د مخکښو مشرانو د نیولو سره سره وايي”، دوی خپلې قانوني غوښتنې لري او تر وروستیو شېبو پورې به د خپلو قانوني غوښتنو او حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي او دا مبارزه به تر هغه پورې کوي، څو چې ځورېدلو پښتنو ته خپل حقونه نه وي رسېدلي.

Your SEO optimized title page contents