fbpx

د تورخم دروازه رسماً شپه او ورځ پرانیستل شوه

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۹ – پاکستان دوه اونۍ وړاندې د سپټمبر له دوهمې نېټې څخه په ازماېښتي ډول د تورخم دروازه ۲۴ ساعته پرانیستې وه، خو نن د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یاده دروازه رسمآ پرانیستله او ویې ویل چې د دې لارې به له منځنۍ آسیا هیوادونو سره تجارت ډیره وده وکړي.

نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پاکستان له افغانستان سره په رسمي ډول په تورخم دروازه د شپې او ورځې له خوا خدمات پرانیستل څو تګ راتګ او سوداګریزه راکړه ورکړه کې لا نور سهولتونه هم رامنځ ته شي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دغه ورځ «د یوې تاریخي ورځې» په توګه یاده کړه او ویې ویل چې د دغې دروازې د ازمایښتي پړاو «پرانیستلو په ترڅ کې په سوداګرۍ کې پنځوس سلنه ډیروالی راغلی دی.»

د تورخم د دروازې د پرانیستلو په مراسمو کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان تر څنګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د خیبر پښتونخوا ایالتي اعلی وزیر محمود خان او یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو ګډون کړی وو.

دغه راز د افغانستان د ترانسپورت وزیر یما یاري، د تورخم پر لارې د څلرویشت ساعته خدمتونو د پیل په مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل او نورو ولایتي چارواکو په ملتیا ګډون کړی وو.

ولایتي چارواکي وایي، پر یاده لاره د څلرویشت ساعته ترانسپورتي او سوداګریزو خدمتونو له فعالیت سره به افغان سوداګرو ته د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي

د افغانستان د ترانسپورت وزیر انجنیر یما یاري وویل: چې د افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې دفیصلې پر اساس د افغانستان ولسمشر له پاکستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره یو شمېر اقدامات وکړل.

د یما پر وینا چې د دې اقداماتو په لړ کې د دواړو هېوادونو مشرانو دوه ځلې دوه اړخیزې لېدنې درلودې؛ چې د اسلام اباد په وروستۍ ناسته کې د پاکستان له لارې ختیځې اسیا ته د افغانستان او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا د پاکستان د سوداګرۍ او ترانزيټي اسانتیاوو د پراختیا په هکله هم خبرې وشوې.

د عمران خان پر وینا د تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او راشې درشې یوه مهمه لار بلل کېږي، نو له همدې امله به د دواړو خواوو ولسونو د اقتصادي ودې او سوداګرۍ د پراختیا په موخه دغه دروازه ۲۴ ساعته نور پرانیستې وي.

پاکستاني حکومت هم د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته پرانیستل کېدو خبر وروسته له هاغې ورکړ کله چې د افغانستان ولسمشر اشرف محمد اشرف غني د جولای د میاشتې په لومړیو کې پاکستان ته ولاړ.

پاکستاني چارواکو بیا ویلي، د تورخم دراوزه د دواړو هېوادونو لپاره “ښه خبر” دی او د کابل او اسلام ترمنځ د اړیکو او په ځانګړې توگه پاکستان ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سفر مثبته پایله ده.

Your SEO optimized title page contents