fbpx

تورخم ته د عمران خان او افغان چارواکو ورتلل په څه معنی؟

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۹ – د یو افغان په توګه راته د سوداګریزو توکو پر مخ د تورخم دروازې څلرویشت ساعته کېدو مراسمو هره شېبه د خجالت وه.

موږ ته خو د لوی افغان وطن په سینه دا کرښه یو ناسور دی؛ ځکه زما د وجود یوه خوږه برخه یې جلا کړې.
هلته هم د افغان وطن زلمي او ملالې هسکه غړۍ د خپلې ملي داعیې برحقه شعارونه تاوده ساتي.
لا د لر او بر افغان سمبول باچا خان د ننګرهار په خوږه ځمکه ویده دی.
عمران خان خو لا افغان ولسمشر غني وربللی و چې د ترانزیټ لپاره د تورخم دغو مراسمو ته ورشي، هغه پاتې شو نو ځکه خو دا مراسم یوه اونۍ وځنډېدل او پاکستان همدا تمه لرله چې لوړپوړي چارواکي دغه مراسمو ته ورشي.
د تورخم په دروازه د رنګه پوکاڼو ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډمبرې نرۍ سېلۍ وړلې راوړلې.د عمران خان له راتګ سره ‌‌‌‌‌‌ډولکیمارو او اتڼ کوونکو ځانونه ستړي کړل.
په یو لوی بینر د لیکلې اردو ژبې معنی وه چې” افغانستان ته ستونزې وې، ځکه مو ترانزیټ څلرویشت ساعته کړ”
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او د افغانستان له اړخه د تراسپورت وزیر او ننګرهار والي ورغلي وو.”د پولې په نوم یې پرانیسته وکړه”
تر ټولو بده یې لا دا چې پاکستانیانو د دروازې دې پلو ته یو شمېر هغه بینرې لګولې وې چې د افغان ولسمشر عکس پکې و او همدا شان د افغانستان ملي بېرغونه د هغوی {پاکستانیانو}په پیسو اخیستل شوي وو چې د کمیسارۍ سره نژدې پُل دواړو غاړو ته لګېدلي وو.

درې کاله وړاندې هغه ورځې رایادې شوې چې افغان ځواکونو د دروازې لګېدو په مخالفت ننګ وکړ، پوله ساتي سرتیري خوشال او یارانو یې پکې سرونه نذرانه کړل مګر یو وخت و چې دروازه ولګېده…

د عمران خان راتګ، په دومره لوړه کچه د مراسمو نیول او د پاکستانیانو لخوا د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ کرښې په دې پلو کې د افغان ولسمشر د لویو انځورونو لګېدل په دې معنی و چې د تورخم دروازې ته یې یو بل رنګ ورکول غوښتل، ځکه د تیار یې د راتلونکي ثبوت لپاره د ولسمشر غني لوی انځورونه هم لګولي وو.

نه شهید سردار داوود خان شته او نه ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب الله.
پاکستانیانو د کینې له وجهې د پټۍ پرېکولو ځای کې د افغانستان بېرغ هم نه ور وړی، خو ښه و وروسته د افغان غاړی یو کس رامنډه کړې او افغان پوله ساتو ځواکونو درې رنګه بېرغ یې ور وړو.


هغه صحنه یې سړی لا نور دردوي چې د سرحد په نوم د لیکل شوې لوحې پرانیستې ته افغان چارواکو هم چکچکې ووهلې.
کله چې د افغانستان ترانسپورت وزیر او والي راووتل نو ترې ومې پوښتل د سوداګریزو مالونو پر مخ خو څلرویشت ساعته شوه، د ولسي خلکو پر مخ څنګه؟
یوازې دومره یې وویل چې ”د اسانتیاوو ژمنه یې وکړه…”
اوس نو ۱۸۹۳ کال نه دی.
پېښور او کابل دواړه دوه یاران دي
لکه دوه سترګې په یو مخ د جانان دي

Your SEO optimized title page contents