fbpx

ډاکتر عبدالله ټاکنیز منشور غلا کړی دی

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ اګست ۲۰۱۹ ـ ولسمشرۍ ته د نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله پلویانو څو ورځې وړاندې رسنیو ته وویل چې ټاکنیزو منشور یې چاپ کړی دی او په بېلابېلو برخو کې یې د خپل ټاکنیز ټیم پلانونه او پروګرامونه ځای کړي دي چې خلک یې ولولي او د منلو په صورت کې رایه ورکړي.

د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې منشور په شاوخوا ۲۰۰ مخونو کې يوازې په دري ژبه چاپ شوی دی، خو د دې ډلې یوه ویاند وايي چې د پښتو ژباړې کار یې هم روان دی او ډېر ژر به په پښتو ژبه هم دا منشور خلکو ته وړاندې کړي.

ډاکتر عبدالله د دې منشور په چاپولو سره غوښتل د خپلو هغو رقیبانو خولې چوپ کړي چې نوموړی یوه بې پروګرامه نوماند بولي، خو په تازه څرګندونو کې د ډاکتر فرامرز تمنا په مشرۍ د تدبیر او توسعې ټیم ویاند احمد احسان سروریار له یک تلویزون سره په خبرو کې ویلي دي چې ‌‌‌ډاکتر عبدالله طرحه نه لري او د منشور یې لپاره یې د فرامرز تمنا طرحه غلا کړې ده.

نوموړی زیاتوي چې د ډاکتر عبدالله ډلې د فرامرز تمنا د ټاکنیزې ډلې هغه اساسي ټکی چې د افغانستان د ستونزو لپاره یوه افغاني نسخه په کار ده، غلا کړې او په همدې اساس یې ځان ته منشور جوړ کړی، خو دا طرحه د ده خپله نه ده.

دا دریم ځل دی چې ډاکتر عبدالله ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندېږي، خو د نوموړي په اړه ویل کېږي چې له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره هېڅ طرحه نه لري او یوازېنی هیله یې دا ده چې په هر ډول کېږي، ځان واک ته ورسوي، په همدې خاطر له هرې ډلې او فرد سره معاملې کولو ته تیار ناست دی چې په ټاکنو کې د ده ملاتړ وکړي.

عبدالله او ډله یې معمولاً په کمپایني غونډو او بحثونو کې په ولسمشر او هغه حکومت نقدونه کوي چې دی ۵۰ سلنه په کې شریک و، خو د یوې ستونزې پړه هم نه مني.

د اریانا تلویزون په مناظره کې چې ټاکل شوې وه د واک اوسني شریکان او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان ډاکتر عبدالله او ډاکتر محمد اشرف غني به په کې ګډون کوي، غني په کې له ګډون انکار وکړ. د غني په نه موجودیت کې عبدالله ته ښه موقع په لاس ورغلې وه چې خپل پروګرامونه تشرېح کړي، خو نوموړي د دې پروګرام تر پایه یوازې په ولسمشر ګوذارونه کول او د خپلو راتلونکو پروګرامونه په یې ډېر څه و نه ویل.

د سترګو ډاکتر عبدالله عبدالله که څه هم توانېدلی چې ډېر جنګسالاران، پخواني چارواکي او وکیلان په ځان راټول کړي، خو بیا هم ټیم یې د بې پروګرامۍ تور له ځان څخه لرې کړی نه دی.

Your SEO optimized title page contents