fbpx

کوينټن ډي کاک: کپتاني زما په ژوند کې يو نوی څيز دی

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۹ – کله چې په ۲۰۱۸ کال کې د سریلانکا خلاف په دريمې يو ورځنۍ سيالۍ کې د سويلي افریقا لوبډلې مشر فاف ډوپلیسی اوږه ټپي شوه. په لومړي ځل د هغه په ځای د لوبډلې مشري ويکټ ساتوونکي بيټسمين کوينټن ډي کاک ته وسپارل شوه.خو ددغې لنډې مودي کپتاني په هغه پسې ښه تمامه نشوه او د سريلانکا په وړاندې پاتې دوه سيالۍ يې بايلودې.

په هر حال نوموړی وايي، ژوند هميشه تاته دوهم چانس درکوي.او بايد ګټه ترې واخلې.
کوينټن ډي کاک چې د هند خلاف د درې شل اوريزو سيالیو لپاره د لوبډلې مشر نومول شوی، د پخواني روزونکي اوټيس ګبسن او د ټيم ملګري ډيويډ مېلر ستاینه وکړه چې د کريکټ ښه ذهنيت هغوی ور جوړ کړئ دی.

د هند او سويلي افريقا ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د دوامداره باران له کبله لغوه شوه، دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوريزه سيالي پرون په درمشاله لوبغالي کې د افغانستان په وخت ماښام شپږ بجې ترسره شوه چې هند پکې بریا خپله کړه د افريقا لوبډلې نوي مشر ډي کاک وويل، دا يې په ژوند کې نوي تجربه ده چې د خپلې لوبډلې مشري ترسره کوي.

هغه وويل: (( د لوبډلمشري ترسره کول زما په ژوند کې یو نوی څیز دی.خو بيا هم دېته چمتو یم چې د لوبډلې مشرۍ کې زیات مسؤولیت پخپله غاړه واخلم.))
(( زه د لوبډلې په مشرۍ کې له زیات مسؤولیت اخيستلو سره ستونزه نلرم.یوازې زما په ژوند کې دا نوي څه دي چې پيښيږي.))

ډي کاک زیاتوي شاید کپتاني پرې مثبت يا منفي تآثير هم وکړي.د نوموړي په وينا پدې هيله دی چې کپتانۍ کې ښه بحت ولري او دده په ګټه ثابته شي.

ډي کاک وويل دی هم غواړي چې د پخوانيو لوبډلمشرانو په نقش قدم روان شي او تر ډیره په لوبډله کې ځوانو لوبغاړو ته د لوبیدو چانس ورکړي.
(( ډيويلرز،هاشم امله او ډوپلیسی به هر وخت ماته خپله خوښه او د خپلواکې لوبې امر کوه، زه به هم ځوانو لوبغاړو ته د خپلواکې لوبې امر کوم. دا چې زه اوس هم د ځوان ټيم مشر يم او پدې برخه کې د نورو لوبغاړو مشوره هم ډيره اړينه ده.))

عزيزي

Your SEO optimized title page contents