fbpx

زابل کې خونړی برید؛ د مرګ ژوبلې شمېره ۱۰۰ کسانو ته رسېدلې ده

خبریال وېبپانه / ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۹ – د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې د ننني خونړي برید د مرګ ژوبلې شمېره ۱۰۰ تنو ته رسېدلې ده.

د معلوماتو له مخې نن پنج شنبه سهار شاوخوا شپږ بجې د زابل په مرکز قلات کې د ملي امنیت پر ودانۍ موټر بم برید ترسره شو ویل کیږي سیمې ته استوګنیز کورونه او ملکي روغتون نږدې وو، چې له امله یې ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده.

د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حق بیان د ننۍ پېښې په تړاو وایي چې دوی تر اوسه د پېښې له سیمې شل مړي او پنځوس ټپیان روغتونونو ته لېږدولي دي.

خو یو شمېر سرچینې بیا وایي چې په دې چاودنه کې ۱۵ ملکي وګړي شهیدان او ۶۶ تنه نور ټپيان شوي دي چې په شهیدانو او ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.

خو په ورته مهال د زابل والي هم د پېښې په تړاو ویلي دي چې په ننني برید کې د شهیدانو شمېر لس تنه دي او د غه راز وایي، چې تر ۹۰ پورې کسان پکې نور ټپیان دي.

سیمه ییز چارواکي بیا وایي چې د یادې خونړۍ پېښې له امله لا هم مړي او ټپیان له کورونو او کنډوالو لاندې دي هڅه روانه ده چې یاد جسدونه هم را وویستل شي، څو د مرګ ژوبلې وروستۍ شمېره هم له رسنیو سره شریکه شي.

د سیمي چارواکو پر وینا په قلات کې ملکي روغتون هم په بشپړه توګه له منځه تللی چې ټپیان هم شخصي روغتونونو ته انتقال شوي دي.

کورنیو چارو وزارت بیا په یوې خبر پاڼه کې دغه برید تایید کړی دی او وایي چاوېدونکي توکي په مازدا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو او د ملي امنیت ریاست سره نږدې چاودنه ورکړل شوې ده.

د یاد وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي په پېښه کې تر ۱۰۰ پورې ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده دی وایي چې د پېښې قربانیان ټول ملکیان دي.

وسله والو طالبانو د برید مسولیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې، چې د برید هدف د زابل ولایت د ملي امنیت ریاست وو ، خو د مرګ ژوبلې په تړاو یې بیا څه نه دي ویلي.

Your SEO optimized title page contents