fbpx

د زابل روغتون ناروغان روغ نه شول، شهیدان شول

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ اګست ۲۰۱۹ ـ طالبانو نن سهار ۶ بجې د زابل په مرکز کلات کې یوه موټر بم چاودنه وکړه چې ډېر مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي. طالبانو د دې برید مسولیت منلی دی او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي دي چې هدف یې د ملي امنیت قراول و چې افغان ځواکونه ته یې په دې چاودنه کې ډېر تلفات اړولي دي، خو د زابل چارواکي وايي چې په دې برید کې ډېرو ملکیانو ته تلفات اوښتي دي.

د زابل والي رحمت الله یارمل رسنیو ته ویلي دي چې په دې چاودنه کې ۱۸ تنه شهیدان او ۹۷ تنه ټپیان شوي دي چې اکثریت یې ملکي وګړي دي. د معلوماتو له مخې برید د زابل د ملکي روغتون ترڅنګ شوی چې د روغتون ودانۍ یې ویجاړه کړې او د ناروغانو ترڅنګ د روغتون ډاکترانو او نورو کارکوونکو ته یې هم تلفات رسولي دي. هغه ناروغان چې د زابل روغتون ته د تداوۍ په تمه راغلي وو، ډېر یې روغ نه شول، ځینې شهیدان او نور یې ټپيان شول چې په ټپيانو او شهیدانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د زابل اوسېدونکي وايي، چادونه دومره درنه وه چې د کلات تر لرې سیمو یې اواز اورېدل شوی او د ګڼو کورونو او دفترونو ښيښې یې ماتې کړې دي، همدا ډول په ټولنیزو رسنیو کې ځینې داسې وېډیوګانې او عکسونه هم خپاره شوي دي چې ښيي د روغتون دننه ناروغان په وینو کې لت پت پراته دي.

د زابل د والي ویاند اسلام ګل سیال وايي، د زابل روغتون له تخریب وروسته یې ټپیان شخصي روغتونونو او د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته انتقال کړي دي. میرویس روغتون ته د ور وړل شویو ټپیانو له ډلې ۷ تنو یې ساه ورکړې ده او ۶۷ تنه تر تداوي لاندې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف په یوې اعلامیې کې د طالبانو دا کار غندلی دی او ویلي یې دي چې افغان امنیتي ځواکونه به خامخا د دې وحشایه برید او جنایت غچ اخلي. د ولسمشر په وینا طالبان او د هغوی حامیان چې په سیاست او سنګر کې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې له ماتې سره مخ شوي، اوس په ډېرې بې شرمۍ نرم، اسانه او ملکي اهداف په نښه کوي چې د وحشت او دهشت له پلوه نوی وي او په دې توګه د خپلو جنایتونو دوسیه نوره هم لویوي.

ولسمشر غني د زابل ولسونو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې ده چې د قربانیانو او ټپیانو کورنیو  ته عاجله رسیده ګي وکړي.

Your SEO optimized title page contents