fbpx

ننګرهار کې هوایي برید ۷۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

خبریال وېبپاڼه/ ۱۹ سپتمبر ۲۰۱۹ – د ننګرهار ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي چې تېره شپه د دې ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په یو هوایې برید کې ملکي وګړي په نښه شوي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د تازه راپورونو له مخې تېره شپه د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې هوايي برید شوی دی چې له امله یې پنځه اویا کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولایتي شورا یاده پېښه تایید کړې ده او وایي چې په پېښه کې ۳۰ کسه ملکیان شهیدان شوي دي او پنځه څلوېښت نور پکې ټپیان دي.

خو د خوګیاڼیو ولسوالۍ امنیه قومندان فواد خان وایي، تر دې دمه ۲۵ جسدونه د ولسوالي روغتون ته لېږدول شوي چې ټول یې ملکي وګړي دي او د نورو جسدونه لاهم په سیمه کې ورک دي.

د خوګیاڼو ولسوالۍ ځايي خلک هم وايي چې د پېښې ټول قربانیان هغه ملکي خلک دي، چې په غره کې یې جلغوزي راټولول.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی اجمل عمر رسنیو ته ویلي چې، تېره شپه ناوخته د خوګیاڼو ولسوالۍ وزیرو سیمه کې د جانغوزیو پر ټولوونکیو بمبار شوی، چې ۳۰ کسان په کې شهیدان شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

هلته په سیمه کې د جلغوزیو راټولونکي یو غړی چې له پېښې په ټپي حالت کې ژوندی وتلی دی وایي، په ټوله کې د دوی په ۱۵۰ کسانو بمبار شوی، یوازې اته کسان ترې ژوندي راوتلي او نور لا درکه دي.

نوموړی کس ادعا کوي چې په سیمه کې هیڅ کومه وسله واله ډله نه وه موجوده او رسمآ یې د حکومت په اجازت باندې د جلغوزیو راټولول پیل کړي وو.

دی وایي، دوی تېره شپه هم د جلغوزیو په ټولو لګیا وو چې بې پيلوټه الوتکې برید پرې کړی او یاده مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

بلخوا د ننګرهار ولایتي چارواکي بمبار تائیدوي او وایي، موخه داعش وسله وال وو؛ خو د ملکي وګړو د تلفاتو امکان هم شته.

د یادولو ده دا لومړی ځل نه دی چې په هوایي برید کې ګڼ شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي، بلکې په ټول هیواد بیا په ننګرهار ولایت کې په ځلونو ځلونو دړندو بمباریو ډیر تلفات ولسي وګړو لیدلي دي.

Your SEO optimized title page contents