fbpx

ولسمشر: پاکستان دې ټاکنو کې د تاوتریخوالي د کموالي لپاره هڅې وکړي

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۹- ولسمشر غني تېر ماښام د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو ټیلیفوني خبرې کړي دي او له پاکستانه یې غوښتي چې په ټاکنو کې دې د تاوتریخوالي د کموالي هڅه وکړي.

له ارګ په تازه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په نیول شوې ټلیفوني اړیکه کې ولسمشر محمد اشرف غني له عمران خان سره د افغانستان د سولې پروسې او ټاکنو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني د تېرو ټاکنو په جریان کې د تاوتریخوالي په کموالي کې د پاکستان رول ته په اشارې، د پاکستان لومړي وزیر څخه وغوښتل چې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو کې د تاوتریخوالي د کموالي لپاره هڅې او همکاري وکړي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د پاکستان لومړي وزير له ولسمشر غني سره ژمنه کړې او ويلي يې دي چې پاکستان به خپل ټول امکانات وکاروي او د ولسمشريزو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره به خپلې هڅې وکړي.

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیسه حوا علم نورستانۍ هم وایي چې د ټاکنو لپاره بشپړ چمتو والی نیول شوی دی تر څو دا ځل په افغانستان کې رڼې او شفافې ټاکنې ترسره شي

حوا علم نورستانۍ زیاتوي، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره بشپړ چمتو والی نیول شوی دی چې د هېواد ۳۳ ولایتونو ته ټول ټاکنیز توکي رسېدلي دي.

کمیسیون زیاتوي، چې د ټاکنو دپیلیدو له ورځې سره سم به مسوولین د رایې اچونې نژدې پنځه زره مرکزونو ته اړین ټاکنیز توکي ورسوي، د دوی پر وینا ټوله هڅه یې دا ده چې دا ځل ټاکنې رڼې او د تېرو هغو په پرتله ښې ترسره کړي

نورستانۍ پر افغان امنیتي ارګانونو غږ وکړ چې خپل امنیتي تدابیر شدید کړي ، څو خلکو ته په امنه فضا کې د رایې اچونې زمینه برابره شي او د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي

د ټاکنو کمیسیون داسې مهال ټاکنو ته د بشپړ تیاري خبر ورکوي چې حکومت هم ۷۰ زره سرتېري د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ د امنیت د تامین لپاره ګومارلي دي او تر څنګ به یې ۳۰ زره نور هم د تیارسی په حالت کې وي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې میزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شي.

د یادولو ده ولسمشر غني وایي، چې ټاکنې ورته لومړيتوب لري او په هر حالت کې به ټاکنې ترسره کېږي. نوموړى وايي چې د سولې لپاره هر وخت تيار دى، خو د سولې خبرې به يو منتخب حکومت کوي، چې هغه به د ټاکنو له لارې د ولس په رايه راځي.