fbpx

ويراټ کوهلي د روهيت شرما ريکارډ مات کړ

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۹ – د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي تېره شپه د سويلي افريقا خلاف په لوبه کې د هند لپاره په شل اوریز فارمټ کې تر ټولو زياتې منډې جوړونکی لوبغاړی وشمیرل شو.

نوموړي د سوت افريقا خلاف په شل اوریزه لوبه کې ۷۲ ارزښتناکې منډې وکړې او د سويلي افریقا لوبډله يې له ماتي سره مخ کړه.

ویرات کوهلي اوسمهال په ۷۷ شل اوریزه سيالیو کې ۲۴۴۱ منډې لري او پدې سره وتوانيد چې د خپل ټيم ملګري روهيت شرما ریکارډ مات کړي.

له دې وړاندې په شل اوريزه سيالیو کې د هند لپاره زياتې منډې روهیت شرما جوړې کړي وې. نوموړي په ۹۷ سيالیو کې تردې دمه ۲۴۳۴ منډې لري.

د ويراټ کوهلي بهترین اننګز پر مټ وکولی شول چې هند په دوهمه شل اوريزه لوبه کې په اوو ويکټو بریا خپله کړي.

له دې وړاندې لومړۍ شل اوريزه لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ د باران له کبله لغوه شوي وه. په دې سيالۍ ګټلو سره هند اوس په روانو درې شل اوریزو لوبو کې يو په صفر مخکيوالۍ لري.

ټاکل شوي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ او دریمه شل اوريزه لوبه به د سپټمبر په دوويشتمه نېټه د هند په بنګلور ښار کې ترسره شي.

د شل اوریزو لوبو پای ته رسيدو وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې ټيسټ لوبو لړۍ پيليږي، چې لومړۍ ټيسټ لوبه به د راتلوونکي اکتوبر مياشتې په دوهمه نېټه ترسره شي.

د ټېسټ سيالیو د پيل وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ يوه درې ورځنۍ تمريناتي سيالي هم د سپټمبر په ۲۶ مه نېټه ترسره کيږي.

له هندۍ لوبډلې څخه د شل اوریزو سیالیو د بایللو وروسته د سوت افریقا لوبډلمشر کوينټن ډي کاک هم وایي چې لوبډلمشري ترسره کول زما په ژوند کې یو نوی څیز دی.خو بيا هم دېته چمتو یم چې د لوبډلې مشرۍ کې زیات مسؤولیت خپله په غاړه واخلم.

ډي کاک وويل: (( د لوبډلمشري ترسره کول زما په ژوند کې یو نوی څیز دی، خو بيا هم دېته چمتو یم چې د لوبډلې مشرۍ کې زیات مسؤولیت په خپله غاړه واخلم.
زه د لوبډلې په مشرۍ کې له زیات مسؤولیت اخيستلو سره ستونزه نلرم یوازې زما په ژوند کې دا نوي څه دي چې پيښيږي.))

ډي کاک زیاتوي شاید کپتاني پرې مثبت يا منفي تآثير نور هم وکړي ، خو د نوموړي پر وينا په دې هيله دی چې کپتانۍ کې ښه بحت ولري او دده په ګټه ثابته شي.

عزیزي