fbpx

زابل : د ترهه ګر برید تلفات (۲۲۵) ته جګ شول

خبریال ډاټ کام کابل / ۱۹ سپتمبر ۲۰۱۹د زابل پر ملکي روغتون د طالبانو له لوريد شوي ترهه ګر برید تلفات (۲۲۵) ته جګ شول .

ځايي اوسېدونکي وايي چې ښايي د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي ،ځکه لا هم د ځینو نړېدلو کورونو او د ملکي روغتون له ځینو برخو لاندي شوي کسان نه دي راایستل شوي .

د زابل د ولایتي شورا ریس عطاجان حقبیان وايي چې په دغه ترهه ګر برید کې تر دم ګړیه (۴۱) کسان شهیدان شوي چې (۹) تنه یې ملکي مامورین اوامنیتي ساتونکي دي او (۳۲) شهیدان ملکي وګړي دي چې ډېره برخه یې ماشومان ، سپین .ېري ، ښځي او ناروغان دي .‌

ټول ټال (۱۸۵) کسان ټپیان شوي چې (۱۰) یې مامرین او امنیتي ساتونکي دي او (۱۷۵) یې عام وګړي دي .

دغه ترهه ګر برید چې پړه یې طالبانو په غاړه واخیسته د یوه مازدا موټر په وسیله شوی چې د ځايي چارواکو په وینا (۸) ټنه چاودېدونکي توکي پکښي بار وو.

طالبانو ویلي چې دا برید یې د مليامنیت پر ریاست کړی ، خو ځايياوسېدونکي وايي چې د طالبانو د برید یوازینی هدف ملکي روغتون وو چې په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی .

د زابل ولایت د ملکي روغتون ټول تاسیسات ویجاړ شوي ،او د کندهار د عامې روغتیا ریاست د (۲۴) امبولانسونو په کاروان او هم دا راز د افغان پوځ په څرخي چورلکو کې تر (۴۰) زیات ټپیان کندهار ته انتقال شوي دي ،خو د هغو ټپیانو شمېر لا نه دی روښانه چې ځینو خلکو په خپلو شخصي امکاناتو کندهار ، غزني او کابل ته انتقال کړي دي .

د زابل مرکز کلات ښار په هواشناسي سیمه او د کنډک د کلیوځیني خاورین کورونه نړېدلي دي .‌

عیني شاهدان وايي چې د برید پرمهال اکسره خلک یا پرلمونځونو ولاړ وو یا یې د لمانځه لپاره تیاري کوله .

خلک وايي چې چاودنه دومره ځواکمنه وه چې د ښار د هري برخي د ځینو کورونو ښيښې یې ماتي کړې او ورسره هم مهاله د زابل ولایت تر شنکۍ ولسوالي پوري هم د چاودنې ډز اورېدل شوی دی .

د کلات ښار د هواشناسي او د کنډک د کورنو په سیمه کې ځینيواړه ماشومان د چاودنې له غږ نه مړه شوی دی . خو ځیني واړه ماشومان بیا په معجزانه توګه په روغتون کې په داسيحال کې ژوندي موندل شوي چې مور او پلار یې له لاسه ورکړي خو دوی لا هم ژوندي دي .

د زابل ولایت شېخمتي لیسه هم د دغه تروریستي برید په پایله کې زیانمنه شوې ده .

د مليامنیت د ودانۍ یو دیوال په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی .

خو په لویه کې د زابل ولایت د کلات ښار ملکي روغتون چې د پاچا ظاهرشا پر مهال رغول شوی وو، او تر اوسه په جګړو کې نه وو تخریب شوی طالبانو ویجاړ کړ.

کار پوهان وايي چې دا ترهه ګر برید چې د طالبانو له لوري وشودا ثابتوي چې وسله وال طالبان لا هم ملکيځایونه په نښه کوي چې ښايي تر ډېره بریده یې زیان د طالبانو ډليته ورواوړي .

د یادولو وړده چې دافغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د نړۍ والو ځواکونو په بمباریو او همداراز د وسله والو طالبانو په بریدونو کې  زیات تلفات ملکي وګړو ته ور اوړي چې د جګړې د ښکېلو غاړو خلاف یې سخت نفرت راپارولی دی .