fbpx

په جګړه ځپلي ننګرهار کې د پولي سیاست پیل

خبریال وېبپاڼه / ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۹ – ننګرهار چې د افغانستان له یو جګړه ځپلو ولایتونو څخه بلل کېږي او نږدې هره ورځ د ترهګرۍ له یوې نه یوې پېښې سره مخامخ وي، خو بیاهم په دغې ولایت کې تر ډیره بریده پورې پولي سیاست یا اقتصادي بیارغونې ته پاملرنه شوې ده.

د دې اقتصادي بیارغونې او پولي سیاست د پیل په ترڅ کې لومړنی علمي سمینار په جلال اباد ښار کې د سنبلې پر ۲۶ مه نېټه د روښان د لوړو زده کړو موسسې په انګړ کې د اقتصاد پوهنځی محصلینو ته جوړ شوی وو چې مشري یوه افغان اقتصاد پوه تاج محمد تمکین کوله.

د دغې علمي سمینار موخه دا ښودل شوې ده چې ګواکې د افغانستان د جګړې یوازینۍ تر ټولو غوره اعلاج اقتصاد دی افغانستان باید په خپل مټ په اقتصادي لحاظ په پښو ودرول شي او تر څو چې په اقتصادي لحاظ افغانستان په پښو ودرول شي نو افغانانو ته به تر ډیره بریده په خپل هېواد کې د کار زمینه برابره شي چې په دې صورت کې به جګړه را کمه شي.

د استاد تاج محمد تمکین په خبره اوس مهال افغانستان د یو ښه پولي سیاست لرونکی هېواد دی، نوموړي دغه راز افغان محصیلینو ته د افغانستان بانګ په اړه هم اړین معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د باثباته پولي سیاست له کبله د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانیو ارزښت ساتل شوی دی.

په دې سمینار کې له افغان محصلینو هم وغوښتل شو، چې په راکړه ورکړه کې د افغاني بانک نوټونو رایج کولو لپاره د عامه پوهاوی له لارې کار وکړي او هم دې د ستونزې لاملونو او اساسي حل لارو چارو په اړه څیړنیزعلمي فعالیتونه وکړي.

افغان اقتصاد پوه تاج محمد تمکین په پولي سیاست له دې وړاندې هم ورته ډیرې څرګندونې کړي دي هغه وایي هر هیواد د خپلې اقتصادي پرمختیا او یا هم د خپلې اقتصادي پرمختیا د ثبات لپاره مختلف ډوله اقتصادي سیاستونو نه کار اخلي، چې دا سیاستونه د هیواد د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره جوړیږي.

تمکین زیاتوي، په ډیری نورو هیوادونو کې مختلف اقتصادي سیاستونه او یا یې هم ډولونه وجود ولري، خو په مجموع کې د هر اقتصادي سیاست موخه د بشري ژوند ښیګڼه او همدا شان د ټولنې د خلکو د ژوند د کچې ښه والی دی .

تاج محمد تمکین وایي، اقتصادي سیاست په اصل کې د یو هیواد مختلفو فرعی اقتصادي سیاستونه مجموعه ده لکه د سوداګرئ سیاست، مالي سیاست، پولي سیاست، د بهرنیو اسعارو د تبادلې اړوند سیاست ا و ګڼ شمیر نور سیاستونه هم په یاده کتګورئ کې راتلای شي.

د یاد استاد پر وینا د یو ښه پولی سیاست تطبیق د هیواد په ثبات کې رول لري او د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د ښه پولي سیاست په نتیجه کې په سیمه کې افغانئ یو نسبتا ښه پولی واحد دی.