fbpx

ولسمشر: جنګ د ډیورنډ دواړو غاړو ته ولسونه متضرر کړي

خبریال وېبپاڼه / ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۹ – ولسمشر محمد اشرف غني د افغان امن نړیوال کنفرانس غړو سره د لیدنې پر مهال ویلي جنګ حدود نه لري، ځکه چې تحمیلي جنګ د ډیورنډ دواړو غاړو ته ولسونه متضرر او د ښځو او ماشومانو په ګډون مشران قرباني شوي او لا هم هره ورځ قرباني کېږو.

له ارګ په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي ولسمشر غني تېر ماښام له خیبر پښتونخوا، کوټې او بهرنیو هیوادونو څخه افغان امن نړیوال کنفرانس ته راغلو پوهانو او سیاستوالو سره په دلګشا ماڼۍ کې کتلي دي.

په دې ناسته کې له خیبر پښتونخوا څخه راغلي د نیشنل عوامي ګوند مشر اسفندیار ولي خان ولسمشر غني ته د امن نړیوال دوه ورځني کنفرانس او د یاد کنفرانس په بېلابېلو کمېټو کې د جنګ د لاملونو، د هغه د له منځه وړلو او د سولې د تامین په اړه د شویو بحثونو په هکله معلومات ورکړي دي.

خبرپاڼه لیکي اسفندیار ولي خان په ټينګار سره وویل، د سولې مذاکرات باید د افغان دولت په مالکیت ترسره شي. نوموړي د سولې په برخه کې د ولسمشر غني د هلو ځلو قدرداني وکړه.

ولسمشر په دې ناسته کې وویل جنګ حدود نه لري، ځکه چې تحمیلي جنګ د ډیورنډ دواړو غاړو ته ولسونه متضرر او د ښځو او ماشومانو په ګډون مشران قرباني شوي او لا هم هره ورځ قرباني کېږو.

ولسمشر زیاته کړه، روان جنګ د ثبات، هوساینې او انکشاف اصلي مانع دی، نو د ‌‌‌‌‌‌ډيورن‌‌‌‌‌‌ډ کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه او خلک باید د باعزته او تلپاتې سولې لپاره دغه جنګ او بحران ته د پای ټکی کېږدي.

خبر پاڼه وړاندې لیکي ولسمشر اسلام اباد ته په وروستي سفر کې پاکستاني مقاماتو ته ویلي و که پاکستان غواړي چې له فقر، د انرژۍ له کمبود او نورو ناخوالو څخه ځانونه وژغوري، نو باید افغانستان ته د دوستۍ صادقانه لاس ورکړي او په دې برخه کې خپلې ژمنې په عمل بدلې کړي.

ولسمشر داهم وویل، د ډیورنډ کرښې هغه غاړه د پښتنو لیکوالو، پوهانو او څېړونکو اثار به په افغانستان کې چاپ او خلکو ته د ګټه اخیستنې لپاره په واک کې ورکړل شي. هغه زیاته کړه، زموږ د ورورۍ غېږ تل پرانیستې او د اوسنیو ستونزو د حل لپاره باید موږ او تاسو په ګډه لاس پکار شو، ځکه سوله زموږ ټولو مهمه غوښتنه او لومړیتوب دی.

کابل کې په لومړي ځل د سولې په تړاو د لرو او بر افغان پر کاله د بل شوي اور د مړه کېدو په موخه «افغان امن نړیوال کنفرانس» جوړ شوی دی.

دغه نړیوال کنفرانس د روان میلادي کال د سيپټمبر پر آتلسمه نېټه پیل شوی چې نن به د همدې میاشتې پر شلمه نېټه پای ته ورسېږي.

په دغه درې ورځني نړیوال کنفرانس له کاناډا، دوبۍ، پښتونخوا، کوټې او نورو ځایونو څخه ګڼ شمېر پښتانه مشران او نورو پښتنو ګډون کړی دی.

Your SEO optimized title page contents