fbpx

که عبدالله ولسمشر شو، شفیق ستانکزی به د کرکټ بورډ مشر شي

خبریال وېبپاڼه / ۲۰ سېپټمبر ۲۰۱۹ ـ د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني اجرائیه رئیس شفیق ستانکزي د افغان حکومت له اوسني اجرائیه رئیس او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي او له نوموړي څخه یې ملاتړ اعلان کړی دی.
شفیق ستانکزي که څه هم څو اوونۍ وړاندې له عبدالله سره کتلي و، خو ښکاره ملاتړ یې نن وکړ. نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې ډاکتر عبدالله اسلامیت او افغانیت ته ژمن رهبر دی، د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دی او په خپله خبره ولاړ انسان دی.
په دوه ساعتونو کې ښاغلي ستانکزي ته شاوخوا ۶۰۰ کمېنټونه شوي چې ۹۵ سلنه کسانو د نوموړي دا کار غندلی او د ده د څرګندونو برعکس یې ورته لیکلي دي چې عبدالله د شمال ټلوالې نوماند دی، افغانیت نه مني او په همدې خاطر یې الکترونکي تذکره هم اخیستې نه ده.
ویل کېږي د شفیق ستانکزي او ډاکتر عبدالله ترمنځ داسې معامله شوې چې نوموړی به په ټاکنو کې له عبدالله ملاتړ کوي او په بدل کې یې کله چې عبدالله واک ته ورسېد، شفیق ستانکزي به د کرکټ بورډ مشر ټاکي.
شفیق عبدالله ته دا ژمنه هم ورکړې چې د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر اوسني او پخواني لوبغاړي چې د ده په پره کې دي، عبدالله ته به یې راماتوي او په پټه او ښکاره به کمپاین ورته کوي.
شفیق ستانکزی چې په اوسني ولسمشر محمد اشرف غني مئین و او په ټوېټر کې به یې ورته لیکل چې:” Love you president”، هغه وخت له ولسمشر څخه مخ واړوه، کله چې د کرکټ بورډ له اجرائیوي ریاست څخه لرې شو او ارګ بیا خیال پرې را نه ووړ.
همدا ډول ویل کېږي شفیق ستانکزي د ستانکزیو قومي شورا هم مجبوره کړه چې له ولسمشر غني ملاتړ و نه کړي، خو د شورا یو شمېر غړو بیا له عبدالله سره یو ځای کېدل؛ ناشونی کار باله چې په همدې خاطر دې شورا پرېکړه وکړه چې په ټاکنو کې به بې طرفه پاتې کېږي او له یوه نوماند څخه به هم ملاتړ نه کوي.
په رندۍ او چالاکۍ مشهور شفیق ستانکزي چې یو وخت د ملي لوبډلې ژباړن و، د کرکټ بورډ تر اجرائیه ریاست پورې یې ځان ورساوه او اوس بیا هیله لري چې کرکټ بورډ ته بېرته راشي. نوموړی د کرکټ بورډ یوازېنی چارواکی نه دی چې بورډ ته د بیا راتګ هڅې کوي، بلکې تر دې مخکې الله داد نوري، حامد شینواري، نورمحمد مراد، نسیم دانش، عاطف مشعل او یو شمېر نورو هم له لرې کېدو وروسته بورډ ته د بېرته راتګ ډېرې هڅې وکړې چې ځینې یې بریالي هم شول.