The news is by your side.

پر واګه بندر د افغانستان او هند سوداګري بیا پیلېږي

خبریال وېب پاڼه/هندي چارواکو په خپل وروستي بیان کې پر واګه بندر له افغانستان سره د سوداګرۍ د بیا پیلېدو خبر ورکوي.

هندي چارواکي وایي، تمه ده له اختریزو رخصیتو وروسته یو ځل بیا پر واګه بندر له افغانستان سره خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې پیل شي.

واګه بندر واګه بندر چې پاکستان یې کنټرول په لاس کې لري، د افغانستان تازه مېوې او نور سوداګریز توکي ورڅخه هند ته لېږدول کېږي. دغه بندر ډېری وخت د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر پیکه کېدو او ترینګلتیا کې هم بندېږي. په تېرو څو کلونو کې په ځلونو واګه بندر د افغان ستاجرانو لپاره په لوی سرخوږي بندل شوی دی او وخت نا وخت د پاکستان د حکومت لخوا ورباندې میلونونه تاوان راغلی دی.

هندي چارواکي داسې مهال پر واګه بندر د سوداګرۍ د بیا پیل کېدو خبر ورکوي چې د کرونا وبا له امله ډېری بندرونه او محاصلاتي لارې بندې شوې دي. د واګه بند د مارچ میاشتې په ۱۳ مه نېټه د کرونا وا له خپرېدو سره سم د تاجرانو پر مخ وتړل شو.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د هند یو لوړ پوړي ګمرکي چارواکي خبر ورکړی چې ډېر ژر به له افغانستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره د واګه بندر پرانیستل شي.

هند په سیمه کې د افغانستان ستراتیژیک دوست هېواد بلل کېږي چې له سوداګرۍ سربېره په ګڼو نورو برخو راکړه ورکړه لري. په دې وروستیو هند له کرونا سره د مبارزې په درشل کې هم له افغانستان سره د روغتیایي او خوراکي توکو مرستې وکړې، چې تېره میاشت له هوایي او زمیني لارو هېطواد ته را ورسېدلې.

که څه هم افغانستان له هند سره پر چابهار بندر د سوداګریزو توکو راکړه ورکړه کوي، خو دا چې پر واګه بندر باندې یې لګښت کم راځي، افغان تاجران اړ دي چې د پاکستان لاره ځانته غوره کړي.

د هند په امریتسر کې د ګمرک استازي دیپک کومار ګوپتیا رسنیو ته ویلي دي چې د دوی یو ټیم له پاکستاني لوري سره په ګډه کار کوي تر له واګه بندر څخه د سوداګریزو توکو د د راکړې ورکړې بهیر بیا پیل شي. دوی هیله څرګنده کړې ده چې پاکستان لکه څنګه چې تورخم او سپین بولدک لارې د سوداګریزو توکو پر مخ پرانیستلې، واګه بندر به هم د افغانستان او هندوستان د سوداګریزو توکو لپاره پرانیزي.

تر اوسه په دې هکله د پاکستاني لوري لخوا کوم غبرګون ښودل شوی نه دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.