fbpx

افغانستان زمبابوې ته د (۱۵۶)منډو هدف وټاکه

خبریال وېبپاڼه/ ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۹ – د بنګله دېش په کوربه توب د درې اړخیزه سیریز په پنځمه لوبه کې،نن یو ځل بیا افغانستان او زمبابوې لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوي دي.

ملي لوبډلې په دې لوبه کې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره زمبابوې ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لپار په توپ وهنه ځوان لوبغاړي رحمان الله ګربز د خپل شل اوریزه کرېکټ لومړنۍ پنځوسیزه ووهله نوموړی په ۶۴ منډو باندې وسوځېد، ورسره حضرت الله ځاځی په ۳۱ منډو وسوځېد او شفیق الله شفق بیا ۱۶ منډې د افغانستان لپاره ډیرې وکړې.

د زمبابوې لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې کريس مپوفو څلور لوبغاړي وسوځول، ورسره ټينوټينډا موتمبودزي هم دوه لوبغاړي وسوځول.

په نن سیالۍ کې د الراونډر کریم جنت پر ځای فضل نیازي ته ځای ورکړل شوی، دغه راز د فرید ملک پر ځای دولت ځدراڼ ته او د نجیب الله ترکي پر ځای بیا شفیق الله شفق ته ځای ورکړل شوی دی.

د زمبابوې لوبډلې د ځینو لوبغاړو په وینا،هڅه به وکړي چې د لوبډلمشر همیلټن مسکدزا لپاره نړیوال کیرئیر وروستۍ لوبه په بري سره پای ته ورسوي.

زمبابوې په روان درې اړخیز سیریز په ترسره کړل شوو سیالیو کې تراوسه کومه بریا نده خپله کړې. تیره سیالي چې د چهارشنبې په ورځ یې د بنګله دېش سره ترسره کړه،په ۳۹ منډو توپیر سره یې بایلوده،چې په ټورنمینټ کې له مخې تګ څخه محرومه شوه.

زمبابوې نن په درې اړخیز سیریز کې خپله وروستۍ سیالي له افغانستان سره پیل کړې ده، د زمبابوې او افعانستان ترمنځ ټولټال نهه شل اوریزې لوبې ترسره شوي چې واړه ترې افغانستان ګټلي دي.

روانه سیالي د زمبابوې د لوبډلمشر وروستۍ سیالي ده، نوموړي له دې وړاندې ویلي و،چې د بنګله دېش په کوربه توب د درې اړخیز شل اوریز سیریز وروسته به له نړیوال کریکټ سره مخه ښه اعلان کړي.نوموړي د ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د زمبابوې لپاره لوبې ترسره کولې.

د زمبابوې لوبډلمشر مسکډزا ویلي،که څه هم د دغو سیالیو پایلوبې ته د رسیدو پاتې شول،خو د افغانستان لوبې ته خوشبیني دي.د نوموړي په وینا چې تراوسه مونږ په شل اوریزو سیالیو کې افغانستان ته ماتي نده ورکړې او دا ډیره اوږده لاره ده چې مونږ پرې روان یو.

له بلې خوا افغانستان هم په شل اوریزو لوبو کې د پرلپسې بریاوو خپل پخوانی ریکارډ پخپله مات کړی و تردې دمه یې د ۲۰۱۸ کال راهیسې دوولس پرلپسې بریاوې خپلې کړي دي.

له دې وړاندې هم د ۲۰۱۶ کال نه تر ۲۰۱۷ کال پورې په شل اوریزو سیالیو کې د پرلپسې بریاوو ریکارډ له افغانستان سره وو،چې یوولس پرلپسې بریاوې یې خپلې کړي وې.