fbpx

مسکدزا د افغانستان بریاوو څلي ته د پای ټکی کېښود

خبریال وېبپاڼه/ ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۹ – د بنګله دېش په کوربه توب د درې اړخیزه سیریز په پنځمه لوبه کې نن زمبابوې لوبډلې د هملټېن مسکډزا پر مټ افغانستان ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د افغانستان د دولسو پرله پسې بریاوو څلي ته یې د پای ټکی کېښود.

افغانستان په دې لوبه کې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره زمبابوې لوبډلې ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لپار په توپ وهنه ځوان لوبغاړي رحمان الله ګربز د خپل شل اوریزه کرېکټ لومړنۍ پنځوسیزه ووهله نوموړی په ۶۴ منډو باندې وسوځېد، ورسره حضرت الله ځاځی په ۳۱ منډو وسوځېد او شفیق الله شفق بیا ۱۶ منډې وکړې.

د زمبابوې لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې کريس مپوفو څلور لوبغاړي وسوځول، ورسره ټينوټينډا موتمبودزي هم دوه لوبغاړي وسوځول.

زمبابوې د افغانستان ټاکل شوی د ۱۵۶ منډو هدف په شلم اور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره د مسکدزا د شپږیزو پر مټ پوره کړ او د افغانستان د بریا وو هغه څلي ته یې د پای ټکی کېښود چې په مسلسل ډول یې د یو ریکارډ په توګه دولس شل اوریزې سیالۍ ګټلې وې.

د زمبابوې لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې لوبډلمشر همېلټن مسکدزا تر ټولو ډیرې ۷۱ چټکې منډې جوړې کړې چې د هدف په ترلاسه کولو کې ښه رول ولوبوه.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې مجیب الرحمان، راشد خان او دولت ځدراڼ یو-یو لوبغاړی له مخې پورته کړ نورو توپ اچوونکو کوم لوبغاړی ونه سوځوه.

په نن سیالۍ کې د الراونډر کریم جنت پر ځای فضل نیازي ته ځای ورکړل شوی وو، دغه راز د فرید ملک پر ځای دولت ځدراڼ ته او د نجیب الله ترکي پر ځای بیا شفیق الله شفق ته ځای ورکړل شوی وو.

دا سیالي د زمبابوې لوبډلې د لوبډلمشر مسکدزا وروستۍ لوبه وه، نوموړي له دې وړاندې خبر ورکړی و،چې د بنګله دېش په کوربه توب د درې اړخیز شل اوریز سیریز وروسته به له نړیوال کریکټ سره مخه ښه اعلان کړي.هغه د ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د زمبابوې لپاره لوبې ترسره کولې.

همېلټن مسکدزا نن د افغانستان خلاف خپله وروستۍ نړیواله سیالي ترسره کړه چې د ښه ځلېدا او تاریخي بریا وروسته یې له کریکټ څخه استعفا اعلان کړه، نوموړي نن په خپله وروستۍ لوبه کې ځکه تاریخ جوړ کړ چې له دې وړاندې زمبابوې کله له افغانستانه شل اوریزه سیالي نه وه ګټلې.

د لوبې وړاندې د زمبابوې لوبډلې ځینو مهمو لوبغاړو ویلي وو چې هڅه به وکړي د لوبډلمشر همېلټن مسکدزا لپاره نړیوال کیرئیر وروستۍ لوبه په بري سره پای ته ورسوي چې همداسې وشول او د بریا وروسته یې په ځانګړو مراسمو رخصت کړ.

زمبابوې په روان درې اړخیز سیریز په ترسره کړل شوو سیالیو کې هیڅ کومه بریا نه وه خپله کړې خو نن یې په خپله وروستۍ لوبه کې لومړی بری ترلاسه کړه.

تیره سیالي چې د چهارشنبې په ورځ یې د بنګله دېش سره ترسره کړه،په ۳۹ منډو توپیر سره یې بایلوده،چې په ټورنمینټ کې له مخې تګ څخه محرومه شوه.

د زمبابوې او افعانستان ترمنځ ټولټال لس شل اوریزې لوبې ترسره شوي چې نهه ترې افغانستان ګټلي دي او یوه وروستۍ یې نن زمبابوې وګټله.

د درې اړخیزه سیریز د لومړي پړاو وروستۍ لوبه به سبا مازدیګر د سپټمبر پر ۲۱ مه نېټه د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ ترسره شي.