fbpx

ټنډولکر هم راشدخان ته د کلیزې مبارکي ورکړه

خبریال وېبپاڼه / ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۹ – د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني نامتو کریکټر سچن رامیش ټنډولکر په خپله ټویټر پاڼه د افغان کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان ته د کلیزې مبارکي وړاندې کړه.

نوموړي لیکلي” کلیزې ټولې نوي پیلیدنې وي.نوی کال د خوښیو ډک او تاته دې کلیزه مبارک وي.

د یادونې وړ ده چې پرون په همدې ورځ د راشدخان یوویشتمه کلیزه یا د زوکړې ورځ وه،چې د نړۍ بېله بیلو برخو څخه د هغه مینه والو او همداشان مشهورو لوبغاړو نوموړي ته د کلیزې مبارک ویلي ده.

راشدخان چې په ډیر کم وخت کې ملي لوبډلې ته راغلی،په ډیر کم وخت کې په دې وتوانید چې په خپل ګوګلي توپ اچونې سره په نړۍ کې شهرت ترلاسه کړي.

راشدخان د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې یو مهم لوبغاړی شمیرل کیږي،نوموړي تردې دمه په ټیسټ کریکټ شل ویکټې،په یو ورځنیو لوبو کې ۱۳۱ او په شل اوریزو سیالیو کې یې ۷۹ ویکټې اخیستي دي.

د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د افغان کریکټ ملي لوبډلې د خرابو کارکردګیو وروسته، افغانستان کریکټ بورډ د ټولو فارمټونو لپاره راشدخان د ملي لوبډلې د نوي کپتان په توګه په دنده وګماره.

د نوموړي په مشرۍ کې افغانستان تراوسه ښې لوبې روانې کړي او دده تر رهبرۍ لاندې افغانستان وکولای شول چې په ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته په خپل کور کې دننه د ۲۲۴ منډو توپیر ستره ماتي ورکړي.

راشدخان په یاده ټیسټ لوبه کې ټولټال یوولس ویکټې او یوې پنځوسیزې په وهلو سره د پاکستان پخواني لوبغاړي او د پاکستان اوسني لومړي وزیر عمران خان د اوږدې مودې ریکارډ ته د پای ټکی ایښۍ و.

بنګله دېش ته په ټیسټ کریکټ کې د ماتي ورکولو وروسته راشدخان په نړۍ کې لومړۍ لوبغاړی وشمیرل شو،چې په کم عمر کې د لوبډلې مشري ترسره کوي او همداشان لومړۍ بریا هم خپلوي.

د بنګله دېش په وړاندې په ټیسټ لوبه کې د بریا سره افغانستان وکولای شول چې د اسټرالیا سره هغه ریکارډ هم برابر کړي،چې په کمو لوبو کې یې زیاتې بریاوې خپلې کړي دي.

عزیزي