fbpx

علي وزیر او محسن داوړ له څلور میاشتني بند وروسته خوشې شول

خبریال وېبپاڼه / ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۹ – د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مهم غړي او په قامي اسامبلۍ کې د خلکو استازي علي وزیر او محسن داوړ تېره شپه د پاکستاني پوځ له زندانه آزاد شول.

له نن څخه پوره څلور میاشتې وړاندې علي وزیر او محسن داوړ د وزیرستان د خړ کمر سیمې د پېښې په تور ونیول شول؛ پاکستانې پوځ ویل چې دوی له لاریونوالو سره یوځای د خړ کمر پر پوسته برید وکړ، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د دوی دغه تورونه بې بنسټه وبلل او په کلکه یې رد کړل.

ویل کېږي، چې دوی دواړه د هريپور له زندان څخه په ضمانت خوشي کړل شوي دي.له زندانه د علي وزیر او محسن داوړ د خوشي کېدو پرمهال د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ شمېر غړي د زندان مخې ته راغلي وو او د دوی په را خوشي کېدو یې د خوښۍ څرګندونې کولې.

له بند څخه تر آزادېدو وروسته دوی دواړه بیاهم پرخپل پخواني دریځ کلک ولاړ و او پرخپله روانه مبارزه یې ټينګار کاوه.

محسن داوړ د پښتون ژغورنې غورځنګ راغلو غړیو ته وویل: «که پښتانه په هرځای او کار کې داسې یووالي او اتفاق وکړي، لکه څرنګه یې چې زموږ د خوشي کېدو لپاره وکړ، نو زموږ د پښتون قوم ټولې ستونزې په هوارې شي.»

علي وزیر چې د تېر په څېر یې د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره پر کلکې مبارزې ټينګار کاوه، وویل: «موږ چې له پښتنو سره کومې وعدې کړې دي، هغه چې په هر ډول وضعیت او حالاتو کې وي، پوره کوو به یې.»
ده زیاته کړه، چې که د پښتنو د حقونو د ترلاسي په برخه کې د نوموړي سر هم ځنې وغوښتل شي، درېغ به یې نه کړي.

دا چې علي وزیر او محسن داوړ دواړه په ضمانت راخوشي شوی، نو دواړه به هره اوونۍ د سیمې د پولیسو دفتر ته حاضرېږي او هره میاشت به د ضمانت نوي درخواستونه ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې د دوی په را خوشي کېدو سره د شمالي او جنوبي وزیرستان خلک سخت خوشحاله دي او په دې اړه یې ځانګړي جشنونه جوړ کړي دي.

بلخوا څو ورځې وړاندې په پاکستان کې سترې محکمې د یوې تازه پرېکړې لمخې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه بل مشر عالمزیب مسید د خوشي کېدلو امر هم وکړ؛ ښايي دغه مشر هم په څو ورځو کې د پاکستان له بند راخوشی شي.

عالمزیب مسید هم په تېره جنورۍ میاشت کې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې پولیسو د پاکستان د پوځي ادارو د بدنامولو په تور نیولی و، چې پاکستان دوه ځلي د نوموړي د خوشي کېدو ضمانت هم رد کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني ریاسته غوښتي و، چې په دې هېواد کې دې د پښتنو د حقونو د مدافعانو ځپل نور پای ته ورسوي.

روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents