fbpx

د ډيورنډ د رسمي کېدو په تړاو د پاکستان ناولې غوښتنه

خبریال وېبپاڼه / ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۹ – پاکستان د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کرښه یوه پېژندل شوې رسمي کرښه ده او افغانستان یې باید په رسمیت وپېژني.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په شتون کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازه د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانیستل شوه؛ خو له دې وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د ډیورنډ کرښه هېڅکله د دواړو هېوادونو په منځ کې د رسمې کرښې په توګه نه پېژني.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پورته څرګندونو په غبرګون کې نن شبنه(سپټمبر ۲۱مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ډېورنډ کرښه د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو په اساس یوه پېژندل شوې رسمي کرښه ده.

په دغه اعلامیه کې د ډېورنډ کرښې په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې غیر مسئولانه ښودل شوې دي همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم زیاته شوې، چې د افغان حکومت دغه ډول څرګندونې به د افغانستان د سولې پر روان بهیر او هڅو هم ناوړه اغېز وکړي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د تورخم دروازې د پرانیستو پرمهال د پاکستان لخوا یو بنر چې ډېورنډ کرښه پکې د رسمي پولې په توګه یاده شوې وه، راځوړند و، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې په غبرګون کې وویل چې دغه کرښه هېڅکله د رسمي کرښې په توګه نه پېژني او نه هم رسمي کرښه ده.

بلخوا ولسمشرۍ ماڼۍ هم د دغو څرګندونو په اړه غبرګون ښوولی او ویلي یې دي، چې ډېورنډ کرښه د رسمي کرښې په توګه نه پېژني.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د تېرې پنجشنبې په ورځ په یوه خبرې غونډه کې وویل: «د ډېورنډ کرښه هېڅکله موږ په رسمیت نه پېژنو. د دغې کرښې په اړه باید د افغانستان خلک تصمیم ونیسي، نور څوک د ډېورنډ په اړه د تصمیم نیولو صلاحیت نه لري.»
نوموړي زیاته کړه، چې افغان حکومت به هېڅکله د ډېورنډ کرښه د رسمې کرښې په توګه ونه پېزني.»

ده وویل، چې افغان حکومت هېڅکله هم د ډېورنډ فرضي کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي پولې په توګه نه ده پېژندلې او په دې تړاو د ولسمشر غني دريځ هم واضح دی او هغه دا چې د دې کرښې په تړاو پرېکړه یوازې افغانان کولای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ له خیبر پښتونخوا، کوټې او بهرنیو هېوادونو څخه افغان امن نړیوال کنفرانس ته راغلو پښتنو پوهانو او سیاستوالو سره په دلګشا ماڼۍ کې وکتل او د لر او بر افغانانو پر ستونزو یې خبرې ورسره شریکې کړې.

ولسمشر محمد اشرف غني د دغه لیدنې پرمهال وویل، چې جګړه حدود نه لري، ځکه چې تحمیلي جګړه د ډېورنډ دواړو غاړو ته وولسونه زیانمنوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون مشران قرباني شوي او لاهم هره ورځ قرباني کېږو.

په دې ناسته کې له خیبر پښتونخوا څخه راغلي د نیشنل عوامي ګوند مشر اسفندیار ولي خان ولسمشر غني ته د امن نړیوال دوه ورځني کنفرانس او د یاد کنفرانس په بېلابېلو کمېټو کې د جګړې د لاملونو، د هغه د لمنځه وړلو او د سولې د تامین په اړه د شویو بحثونو په هکله معلومات ورکړل.