fbpx

محسن داوړ: هریپور زندان کې د ترهګرو په څېر چلن را سره کېده

خبریال وېبپاڼه / ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۹ – د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او په قامي اسامبلۍ کې د شمالي وزیریستان د خلکو استازی محسن داوړ وايي، چې د هریپور په زندان کې د ترهګرو په څېر چلند ورسره کېده او هېڅ ډول آسانتیاوو ته یې لاس رسی نه درلود.

نوموړي له څلور میاشتیني بند څخه تر آزادېدو وروسته په خپلې ټویټر پاڼې بیلابیل ټویټونه کړي دي او وایي: «زه او علي وزیر له تېرې مۍ میاشتې څخه تر سپټمبر پورې د پېښور په زندان کې و له هغه وروسته یې د هریپور زندان ته انتقال کړو له دې سره پاکستاني ریاست پرېکړه وکړه، چې پر مونږ نور فشارونه هم را زیات کړي.»

ده زیاته کړه: « کله چې هريپور زندان ته لاړو، هلته زموږ سره هېڅ ښه چلن نه کېده، د ترهګرو په څېر ساتل کېدو او له هر ډول آسانتیاوو بې برخې و.»

دی وايي، چې موږ ته یې په دغه زندان کې په اوونۍ کې یوازې یو ځل اجازه راکوله، څو له خپلو دوستانو او د کورنۍ له غړو سره ووینو.

داوړ په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «په هر زندان کې زندانیان دا حق لري چې د وخت تېرولو لپاره له نورو زندانیانو سره کېنې او خبرې وکړي، خو له موږ څخه یې دا حق هم اخېستی و او په یو ډول یې په پنجره کې ساتلي وو.»

دی وايي پردې ټولو سربېره زموږ لپاره ترټولو سخته او ځورونکې خبر دا وه، چې موږ به یې تشدد کوونکي او سرغړونکي بللو؛ خو د ده پروینا دا هرڅه به دوی له خپلې موخې ونه ګرځوي او د پښتنو د حقونو د ترلاسي لپاره به تل مبارزه کوي.

محسن زیاتوي: «زندان یوه ډېره عادي خبره ده، موږ د خپلو خلکو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره حتا له خپلو ځانونو هم تېر یو.»

نوموړی د خپلو خبرو په وروستیو کې وايي، چې دلته ترټولو غټه کمزوري د ښو خلکو چوپتیا ده او دا حالت یوازې هغه بدلون موندلای شي، چې ښه خلک خپله چوپتیا ماته او خوله خلاصه کړي.

د یادونې وړ ده، چې محسن داوړ او علي وزیر دواړه د روان کال د می میاشتې پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان د خړ کمر د پېښې په تور ونیول شول.

هغه وخت پاکستاني پوځ تور پورې کړی و، چې علی وزیر او محسن داوړ له مظاهره چیانو سره یوځای د دوی پر پوسته برید کړی و؛ خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پاکستاني پوځ دغه تورونه په کلکه ردول او ویل یې، چې د پوستې عسکرو پر دوی ډزې پیل کړې، چې په پایله کې یې ۱۴ غړي شهیدان او تر ۴۰ زیات نور ټپیان شول.

باید ووایو، چې علي وزیر او محسن داوړ له څلور میاشتو بند تېرولو وروسته تېره شپه د هريپور له زندانه په ضمانت خوشي شول.