fbpx

زابل کې د وروستي خونړي برید طراح ونیول شو

خبریال وېبپاڼه / ۲۱ سپتمبر ۲۰۱۹ – د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، چې په زابل ولایت کې د وروستي خونړي برید اصلي طراح یې په غزني ولایت کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.

ملي دفاع وزارت نن شنبه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې کومانډو او د ځانګړې قطعې پولیسو په غزني ولایت کې عملیات وکړل، چې په پایله کې یې نهه تنه وسله وال طالبان ونیول شول.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په نیول شویو کسانو کې درې تنه د ځانمرګو بریدونو تسهیل کوونکي او یو تن هغه ترهګر هم شامل دی، چې په زابل ولایت کې یې د تېرې پنجشنبې په خونړي برید کې مستقیم لاس درلود.

دفاع وزارت وايي، چې د ځانمرګو بریدونو دغو درې تنه زمینه برابروونکو په دوه مازدا ډوله موټرونو کې چاودېدونکي توکې ځای پرځای کړي وو او غوښتل یې یو ځل بیا په غزني ولایت کې خونړی برید ترسره کړي، چې د افغان ځواکونو لخوا ونیول شول.

د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې د زابل ولایت مرکز کلات کې پر ملکي روغتون د طالبانو له لوري په په موټربم برید کې لږترلږه ۴۱ کسان شهیدان او تر ۱۸۵ پورې نور ټپیان شول.

دغه ترهګریز برید چې پړه یې طالبانو په غاړه واخېسته د یوه مازدا موټر په وسیله وشو چې د ځايي چارواکو په وینا ۸ ټنه چاودېدونکي توکي پکې بار و.

طالبانو هغه وخت وویل، چې برید یې د ملي امنیت پر ریاست کړی، حو ځايي اوسېدونکو وویل، چې د طالبانو د برید یوازینۍ موخه ملکي روغتون و، چې په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

په یاد برید کې د زابل د مرکز کلات ښار په هواشناسۍ سیمه کې او د کنډک د کلیو ځینې خاورین کورونه هم ونړېدل.

د زابل ولایت شېخمتي لېسه هم په دې برید کې سخته زیانمنه شوه او د ملي امنیت د ودانۍ یو دېوال په بشپړه توګه ونړېد.

د زابل ولایت د کلات ښار ملکي روغتون چې د پاچا ظاهرشا د واکمنۍ پرمهال رغول شوی و، تر اوسه په هېڅ جګړه کې نه وو تخریب شوی، خو دا ځل طالبانو سخت وېجاړ کړ.