fbpx

د باليووډ سينما مشهوره فلمي ستورې کرينه کپور ۳۹ کلنه شوه

خبریال وېبپاڼه / ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۹ – د هند باليووډ سينما مشهوره فلمي اکټره کرينه کپور ۳۹ کلنۍ ته واوښته د ۳۹ مې کليزې د نمانځنې د مراسو د ترسره کولو لپاره کرينه کپور، ورسره خاوند سيف علي خان او د هغې زوی تايمور نوي ډهلي ته پرواز وکړ او هلته يې د خپل خاوند سيف علي خان پخواني کور پاټوډي ماڼۍ کې ولمانځله.

د هغې کليزې په مراسمو کې کرېشما کپور او د هغې ماشومانو ساميرا او کيان هم ګډون کړی وو.کرېشما کپور د هغې کلیزې او د کيک د پریکونې مراسمو ويډیو هم په خپل انسټګرام اکوونټ کې خپره کړې ده او هغې ته يې د کلیزې مبارکي وړاندي کړي ده.

په ويډيو کې ښکاري چې سيف علي خان او کرينه کپور سپينې جامې اغوستي او له خپلې کليزې خوند اخلي.
د بالیووډ اکثرو پخوانیو او اوسنیو فلمي لوبغاړو هم نوموړې ته د کلیزې په وياړ مبارکي ويلي ده.

نوموړې د خپل تیر ژوند د خاطرو په اړه او همداشان چې څنګه يې د سيف علي خان سره واده وکړ وويل’’ کله چې زه له هغه سره د څه وخت لپاره په چکر ووتم، راته ويې ويل زه نشم کولی، چې هره شپه ستا کور قضا کړم. نو هغه زما مور ته وويل،چې زه غواړم پاتې ژوند له کرینه سره تير کړم مونږ غواړو چې یو ځای ژوند وکړو. زما مور هم په دې خوښه شوه، بیا زمونږ ترمنځ واده وشو او يو زوی مو پيدا شو.

کرینه کپور زیاته کړه، هيڅ تصور نشي کولای چې دا دومره وخت څومره ژر تير شو او دا دی ۳۹ کلونو ته ورسيده کپور وایي(( د واده وروسته زما زوی تایمور پيدا شو تايمور زما د زړه ټوټه ده، له هغه پرته يو ساعت هم يوازې نشم تیرولی. هر چيرته چې ووم، هغه زما سره یو ځای وي.))

نوموړې وويل چې سيف علي خان يو غوره شخصيت دی او هغې ته ډيره مينه ورکوي د هغې پر وينا چې له سيف علي خان څخه يې ډير څه زده کړي دي.

کرینه کپور زياتوي چې د ډيرې مودې راهيسې يې په فلمونو کې کار ندی کړی او داسې احساسوي، لکه فلمي کيرئیر يې چې پای ته رسیدلی وي.

(( ما ډير جالب او ښکلي فلمونه ډک کړي دي. خو د يو کال راهيسې ما فلمونو کې کار نه دی کړی داسې احساس کوم،چې زما فلمي مسلک پای ته ورسيد.هر څوک پخپل مسلک کې آرام يا وقفه کوي،خو د یو اکټر په توګه، دا بیا ډيره بده وي،ځکه چې ټولو خلکو سترګې تاته وي. زه په دې وياړ چې په دې موده کې هم زما مينه والو،زما ملاتړ کړی دی.

کرینه کپور د خپلې ۳۹ مې کلیزې په وياړ کې د خپلې کورنۍ غړو تصویرونه خپاره کړي دي او ويلي يې دي چې له هر څه نه ورته کورنۍ غړي ډیر ارزښت لري.