fbpx

د شپږم پړاو شپږیزه لیګ لوبې ملي راډیو ټلویزیون خپروي

خبریال وېبپاڼه / ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۹- د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ لوبو د خپرولو حقوق ملي راډیو ټلویزیون ته په واک کې ورکړل.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې خبر پاڼه کې ویلي دي چې د دې ادارې اجراییه مشر لطف الله ستانکزي او د ملي راډیو ټلویزیون مشر اسماعیل میاخېل د شپږیزې کرکټ لیګ لوبو په تړاو چې د روانې اکټوبر میاشتې له اوومې تر ۱۸مې نېټې پورې ترسره کېږي، ناسته وکړه چې په پایله کې يې ملي راډیو ټلویزیون د یادو لوبو د خپرولو حقوق ترلاسه کړل.

د شپږیزې کرکټ لیګ د حقوقو ترلاسه کولو وروسته د ملي راډیو ټلویزیون مشر اسماعیل میاخېل په دې اړوند خوښي ښودلې او وایي، ویاړو چې د شپږیزې کرکټ لوبو د خپرولو حقوق ملي راډیو ټلویزیون ترلاسه کوي.

میاخېل وایي: (( د خوښۍ ځای دی چې د دغو ملي لوبو حقوق موږ ترلاسه کړل، ملي راډیو ټلویزیون په دغه برخه کې د نړیوال جام تجربه هم له ځانه سره لري او دغه راز مو د هېوادوالو د خوښیو لپاره د یادو لوبو د نشر حقوق ترلاسه کړل.))

خبر پاڼه لیکي د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه مشر لطف الله ستانکزي هم وویل، خوښ دی چې ملي راډیو ټلویزیون د دغو ملي لوبو د خپرولو حقوق ترلاسه کړل.

لطف الله ستانکزي وویل: ((هیله لرم چې ملي راډیو ټلویزیون به دغه لوبې په ډېره ښه توګه خپرې کړې او دا چې ملي ټلویزیون په ټول هېواد کې خپرونې لري نو ډاډ لرم چې ټول هېوادوال به مو له دغو لوبو ډېر خوند واخلي چې زموږ اساسي موخه هم هېوادوالو ته د کرکټ لوبو رسول دي.))

د شپږیزې کرکټ لیګ شپږم پړاو سیالۍ به د راتلونکې اکټوبر میاشتې په اوومه پیل او د همدې میاشتې په تر ۱۸مې نېټې پورې به دوام ومومي.

د شپږم پړاو شپږیزه لیګ کرکټ سیالیو لپاره د لوبغاړو د پېرلو یا ډرافټ مراسم څه وخت وړاندې د اګست پر دویمه نېټه په کابل کې ترسره شول.

د یاد لیګ لپاره په پنځو بېلابېلو کټګوریو کې هرې لوبډلې ۱۶ لوبغاړي واخېستل، چې یو لوبغاړی یې له تېرې دورې ځان سره ساتلی دی.

په دې سیالیو کې د شپږو زونونو لوبډلې کابل بازان، سپین غر زمریان، بند امیر ښامران، بوسټ ساتونکي، مس عینک اتلان او امو نهګان یو د بل پر وړاندې لوبیږي.

د کابل زون لوبډلمشر اصغر افغان، د سپین غر شفیق الله شفق، د بند امیر راشد خان، د مس عینک اتلانو محمد نبي عیسی خېل، د امو نهګان میرویس اشرف او د بُست لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب ټاکل شوي.

ټاکل شوې وه چې د شپږیزې کرکټ لیګ دا پړاو سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۶مه نېټه د کابل په نړیوال لوبغالي کې پېل او د اکتوبر تر اوومې نېټې به دوام وکړي، خو سرچینې وایي چې داسیالۍ د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کولو لپاره وځنډول شوې.

دغه راز څو ورځې وړاندې افغانستان کرکټ بورډ ویلي وو چې دوی غواړي د کرکټ لوبو خپرولو لپاره ځانګړی ټلویزیوني چینل جوړ کړي.

افغان کرکټ بورډ وایي، په افغانستان کې به یوازینی د کرکټ لپاره مستقل ټلویزیوني چینل وي چې د کرکټ ټولې لوبې به خپروي.

دغه تلویزیون به (ACB tv) نومېږي او کرکېټ ته به ځانګړی شوی وي.

ویل کیږي د یاد ټلویزیون د جوړولو لومړنۍ چارې بشپړې شوې دي او پاتې کارونه یې په چټکۍ سره مخ ته ځي.