fbpx

بنګله دېش (۵) کاله وروسته له افغانستانه شل اوریزه لوبه وګټله

خبریال وېبپاڼه / ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۹- د بنګله دېش په کوربه توب د درې اړخیز سیریز په شپږمه لوبه کې بنګله دېش وکولای شول چې د شکیب الحسن د ښکلي توپ وهنه پر مټ افغانستان ته ماتي ورکړي او په دې سره یې د پنځه کالو ځنډ وروسته له افغانستانه شل اوریزه لوبه وګټله.

د دې سیالۍ پچه د بنګله دېشۍ لوبډلې لوبډلمشر شکیب الحسن وګټله او لومړۍ یې افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

افغانستان په ټاکلو شل اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۸ منډې جوړې کړې او بنګله دېش ته یې د سیالیو ګټلو په موخه ۱۳۹ منډو هدف کيښود.

د افغانستان لپاره دواړو پیلېزو لوبغاړو رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځي ښه پیل ورکړ.او دواړو لوبغاړو ترمنځ په لومړۍ ویکټ د ۷۵ منډو ملګرتیا وشوه،خو وروسته افغانستان منځنيو لوبغاړو ښه لوبه ونشو کولای او په وار،وار یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې حضرت الله ځاځي په ۳۵ توپونو (۴۷) منډې وکړې شپږ څلوریزې او دوه شپږیزې یې بیټینګ کې شاملې وې.

دغه شان رحمان الله ګربز په ۲۷ توپونو (۲۹)، شفق (۲۳) ناسوځیدلې، راشدخان (۱۱) ناسوځیدلې او نجیب الله ځدراڼ (۱۴) زیاتې منډې وکړې.

د بنګله دېش لخوا توپ اچونه کې عافف حسین (۲)، شکیب،مستفیظ،شفیع السلام او سیف الدین یوه،یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بنګله دېشۍ لوبډلې د یاد هدف په تعقیب کې پیل ښه نه وه، او په دوولس منډو کې یې خپل دواړه اوپنران له لاسه ورکړل، خو وروسته د لوبډلې مشر شکیب الحسن د لوبې مسؤولیت په غاړه واخیست او په ۴۵ توپونو یې (۷۰) ناسوځیدلې منډې وکړې او خپلې لوبډلې ته یې په څلورو ویکټو بریا خپله کړه.

د نوموړي په توپ وهنه کې اته څلوریزې او یوه شپږیزه شامله وه.

د بنګله دېش لپاره په توپ وهنه کې مشفیق الرحیم (۲۶) او مصدق حسین (۱۹) ناسوځیدلې منډې وکړې.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې نوین الحق او راشدخان دوه،دوه ویکټې ترلاسه کړې، دغه شان کریم جنت او مجیب ځدراڼ یوه،یوه ویکټ ترلاسه کړه.

یاده دې وي چې د سیالۍ غوره لوبغاړی شکیب الحسن ونومول شو.

شکیب الحسن په خپلو خبرو کې وویل چې د تیرو څو میاشتو راهیسې په شل اوریزو سیالیو کې نه یو ځلیدلي او زمونږ هڅه همدا ده چې په دې ښه کار وکړو.

نوموړي وویل،دا احساس نه کوي چې اوټ فوم شوی دی، بلکې نن سیالۍ کې دده ورځ وه او ښه لوبه یې وکړه. نوموړي دا هم وویل چې په دې سیالۍ ګټلو سره یې د راتلوونکي پایلوبې لپاره چې د سه شنبې په ورځ ډاکې ښار کې ترسره کیږي، مورال لوړ شوی دی.

د افغانستان خلاف د څلورو پرله پسې ماتو وروسته،دا د بنګله دېش لومړۍ بریا وه.

راشدخان بیا په خپلو خبرو کې وویل چې منځنیو لوبغاړو ښه لوبه ونشوه کولای او مونږ مقابلې لوبډلې ته ښه هدف ورنشو کړلی. همدا علت وو چې مونږ سیالي بایلوده. نوموړي د خپلې روغتیا په اړه هيله وښوده او ویې ویل چې (۷۰-۶۰) فیصده روغ رمټ دی او د فاینل لوبې لپاره څو ورځې وقفه ده او تر هغې شاید روغ رمټ شي او کومه ستونزه به احساس نکړي.

یاده دې وي چې د لوبې پر مهال د راشدخان په پښه کې درد شو او تر څو مودې له لوبې بهر شو،خو وروسته لوبې ته راښکته شو او په ټپي حالت کې یې بالینګ ترسره کړ.

عزیزي