fbpx

برني سنډرز: امریکا باید له افغانستانه خپل سرتېري راوباسي

خبریال وېبپاڼه/ ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۹ – د امریکا راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ته نوماند او مخکښ دیموکرات سناتور برني سنډرز یو ځل بیا ویلي امریکا باید له افغانستانه خپل سرتېري راوباسي.

دغه امریکايي سناتور ټینګار کړی، چې امریکا باید په افغانستان کې روانې بې مانا او اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي د افغانستان ننګرهار ولایت کې د امریکايی ځواکونو وروستي هوايي برید ته په اشارې ویلي، چې امریکايي ځواکونو په داسې حال کې، چې ویل یې داعش یې په نښه کړي، خو له بده مرغه دغه برید کې دېرش تنه بې ګناه ملکي وګړي و وژل شول.

دی وایي، چې دا یوه انساني فاجعه ده او امریکا باید پر دې بې مانا جګړې نور لګښت ونه کړي او خپل ځواکونه له دغه هېواده وباسي.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند برني سنډرز وایي، په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور له امله د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو توجیه سمه نه ده.

نوموړي ټینګار کړی دی چې امریکا باید دې هېواد کې د خپل تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې ته نور د پای ټکی کېږدي.

له دې وړاندې د سپټمبر پر ۱۴ مه نېټه هم د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکراتانو د ګوند نوماندانو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ویستلو پلوي کړې وه.

د امریکا ولسمشرۍ ته د ډیموکراټ ګوند نوماندانو په بهرنۍ پالیسۍ کې په یو بحث کې په دې زیات ټینګار کړی وو چې نور باید له افغانستان او عراق څخه امریکايي سرتېري راوایستل شي.

په دغې اوږد بحث کې د امریکا د ولسمشرۍ له پنځو نوماندانو، په دې ټینګار کړی دی چې له اتلس کلنې جګړې وروسته باید امریکایان له افغانستان څخه ووځي.

بلخوا برېتانیا وایي، د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کېدی شي او د پای ته رسېدو لپاره یې ښکېل لوري اړ دي، چې مخامخ خبرو ته سره کېني.

دغه څرګندونې کابل کې د برېتانیا شارژدافیر جایلز لیور کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه باید د خبرو له لارې حل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې څلوېښت کاله جګړه وشوه او هره ورځ د افغانانو وینې توېږي، چې نور یې باید د پای ته رسېدو لپاره کار وشي.

جایلز ليور ویلي، دغه جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او ښکېلو لورو ته په کار ده چې مخامخ خبرو ته سره کېني.

کابل کې د برېتانیا شارژدافیر ټینګار کړی، چې تر ټاکنو وروسته د نوي حکومت تر ټولو مهم لومړیتوب باید سوله وي او برېتانیا یې ملاتړ کوي.

Your SEO optimized title page contents