fbpx

افغان ځواکونو له دوه کلن ځنډ وروسته د غزني جغتو ولسوالۍ نیولې

خبریال وېبپاڼه / ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۹ – د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، افغان ځواکونو د دغه ولسوالۍ د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي و، چې په ترڅ کې یې یاده ولسوالي له طالبانو ونیوله.

سرچینه زیاتوي، دغه ولسوالي له تېرو دوه کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو په لاس کې وه خو د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې تر اخري بریده د طالبانو له شتون څخه پاکه کړی شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتي، چې دقیقه شمېره یې نشته او دغه راز ګڼ ماینونه هم شنډ کړی شوی دي.

دفاع وزارت وايي، د جغتو ولسوالۍ په آزادولو سره د غزني، مالستان، جاغوري، اجرستان او ناور ولسوالۍ هم له مرکز سره وتړل شوې او لارې یې خلاصې شوې.

د یادونې ده، چې دفاع وزارت وایي، غزني، کې د مبین په نوم پیل شویو عملیاتو لومړی او دوهم پړاو د ولسوالۍ په نیولو سره پای ته رسېدلي، خو درېیم پړاو یې چې چاڼیز عملیات دي لا هم دوام لري.

طالبانو تر اوسه د دغه ولسوالۍ د له لاسه وتو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا ولسوالۍ په داسې حال کې د طالبانو له شتونه پاکه شوه چې له دې وړاندې هم د افغانستان ملي دفاع وزارت خبر ورکړی وو چې ا فغان ځواکونو له طالبانو بېرته د غزني خواجه عمري ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه نیولې دی.

دفاع وزارت هم منلې وه چې وسله والو طالبانو له نن څخه دولس میاشتې وړاندې دا ولسوالۍ له یوې سختې جګړې وروسته له افغان ځواکونو نیولې وه خو اوس په بشپړه توګه له وسله والو پاکه شوې او د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

بلخوا ځانګړو کومانډويي ځواکونو د نیمروز ولایت، دلارام ولسوالۍ اړوند خنجک کلي کې یې د شپني عملیاتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژلي او ۸ تنه نور چې د دې ډلې اړوند کسان وو او نشه یي توکي یې قاچاق کول، نیولي دي.

په دې عملیاتو کې یې دوه میله پیکاه، د کلاشینکوف ۱۴ شاجورونه، ۶۰۰۰ فیره مهمات، څلور پرتلې، ۲ پایې آیکم مخابرې، یو سیټ ثریا ټیلیفون، شل کیلوګرامه چرس، اته سوه کېلو تریاک،۳۰۰ کیلو پوډر، او څلور موټرې نیولې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.