fbpx

ازبکستان لس کاله نور هم د افغانستان برېښنا تامینوي

خبریال وېبپاڼه / ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۹ – د افغانستان د مالیې وزارت د سرپرست او د ازبکستان د انرژۍ وزیر ترمنځ د برېښنا د تامین نوی تړون لاسلیک شو، چې لمخې به یې ازبکستان افغانستان ته د لسو کلونو لپاره هر کال په ساعت کې ۶میلیارد کیلو واټه برېښنا ورکوي.

د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي د دغه نوي تړون په اړه ویلي، چې ازبکستان د نورو هېوادونو او همدا راز د پخوانیو تړونونو په پرتله دا ځل پر افغان لوري په ډېره ټيټه بیه خپله برېښنا پلوري، چې په دې توګه به د برېښنا په برخه کې زموږ لګښتونه ډېر کم او تر ۶۰۰ میلیون ډالرو به سپما ولرو.

د قیومي پروینا، دغه تړون د راتلونکو لسو کلونو لپاره دی او همدارنګه د برېښنا د لېږد او نورو تاسیساتو د جوړولو لګښت هم ازبکستان په غاړه اخېستی دی.

همدارنګه د ازبکستان د انرژۍ وزیر هم ویلي، چې د راتلونکو لسو کلونو په اوږدو کې ازبکستان د افغانستان برېښنا تامینوي او د هغه اړوند خدمات به هم وړاندې کوي.

بلخوا د ازبکستان د انرژۍ وزارت مرستیال شیرزاد حاجي یف هم ویلي، چې د ازبکستان د انرژۍ وزارت له افغانستان سره د برېښنا نوی تړون لاسلیک کړ، چې لمخې به یې ازبکستان دغه هېواد ته د لسو کلونو لپاره هرکال په ساعت کې ۶میلیارد کیلو واټه برېښنا ورکوي.»

د نوموړي پروینا، دغه برېښنا به موسمي نه وي، بلکې د ټول کال په اوږدو کې به افغانستان ته ورکول کېږي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې په ۲۰۱۹ کال کې د برېښنا د عرضې حجم په ساعت کې له ۶۲ میلیون کیلو واټ څخه تقریباً تر ۲.۶ میلیارد کیلو واټ پورې زیاتوالی موندلی دی.

دا تړون په داسې حال کې کېږي، چې څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په بغلان او کندز ولایتونو کې د ازبکستان او تاجکستان د وارداتي برېښنا څلور ستنې په بمونو والوزولې، چې له امله یې تر یوې اوونۍ پورې کابل او یوولس نور ولایتونه بې برېښنا وو.

تېرمهال به په کابل کې د ژمي په موسم کې برېښنا کمېده، خو د سږ کال په پسرلي او وروستیو میاشتو کې دې ستونزې خلک له لوی سرخوږي سره مخ کړي و.

روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents