The news is by your side.

د طالبانو سیاسي مشران له چاودنو او بریدونو خبر نه دي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وایي قطر کې مېشت طالبانو مشران د دې ډلې وسله والو بریدونو او چاودنو څخه خبر نه دي.

نبیل وايي د طالبانو سیاسي مشران د خپلو جنګياليو لا داسې کړنو خبر نه دي، چې دوی یې په افغانستان کې ترسره کوي.

د نبیل په باور په طالبانو کې ځیني کړۍ په دې باور دي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره کولی شي جګړه وګټي او د خپلې خوښې نظام جوړ کړي.

د یادولو ده چې د امریکا دفاع وزارت هم په یوه راپور کې ویلي چې پاکستان لا هم د ترهګرو ډلو تر شا ولاړ دی او دوی سره همکاري کوي.

دا په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې د هېواد د یو شمېر ولایتونو په ځینو برخو کې طالبانو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د جګړې زیاتېدو سره هم مهاله بیا د سولې خبرې هم روانې دي.

په همدې وخت کې خلیلزاد چې پرون له قطره کابل ته راغلی و بېرته قطر ته او له هغه ځایه امریکا ته تللی دی.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي پاکستان لا هم د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او هغوی ته پناه ورکوي.

پنټاګون په یوه تازه راپور کې ویلي چې پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې په ګډون هغو ډلو ته پناه ورکړې چې د افغان دولت پرضد جګړه مخ ته وړي.

په راپور کې ویل شوي چې پاکستان کې د یادو ډلو شتون د افغانستان سولې پر وړاندې یو جدي ګواښ دی.

بله خوا د پاکستان ولسمشر عارف علوي ویلي پاکستان په افغانستان کې د دوامدارې سولې ملاتړ کوي او دغه هېواد سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا ویلي چې دوی د افغانانو برخلیک ته اندېښمن دي او هیله یې ښودلې چې هېواد کې وروستی جوړجاړی وکولی شي سولې ته لاره هواره کړي.

له دې سره بیا هم مهاله د سویلي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز په یوه ټویټ کې افغانستان کې د نښتو زیاتوالي څخه د نیوکې په خوا کې ویلي، د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه ورته د منلو وړ نه ده.

ویلز د کابل او ننګرهار وروستیو بریدونو ته په اشارې سره دا بریدونه د داعش کار وباله او د افغانستان حکومت او طالبانو څخه یې غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره پر یوې سولې هوکړې ته ورسیږي او د نورو ډلو په وړاندې سره یو شي.

له دې سره مېرمن ویلز ټینګار کوي چې افغانستان کې د سولې ټینګښت اسانه کار نه دی او سختې او ستونزمنې لارې په مخ کې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو هم له ولسمشر غني او د مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله څخه غوښتنه کړې چې سیاسي هوکړې ته د لاس رسي نه وروسته د بین الافغاني خبرو پيلېدو له پاره هڅې ډېرې کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.