The news is by your side.

د جمال خاشقجي زوی د پلار قاتلان وبخښل

خبریال ویب پاڼهد سعوديعربستان د وژل شوي ژورنالیست جمال خاشقجي زوی صلاح خاشقجي په یوه بې سارياعلان کې د خپل پلار قاتلان وبخښل .

هغه دا بخښنه د روژې مبارکې د بزرګي شپې په موخه کړې ده .

صلاح خاشقجي په یوه ټویټ کې ویلي دي چې دوی هغه ټول خلک بخښي چې د پلار په وژنه کې يې ککړ دي.

هغه ويلي په مبارکه شپه د هغه د پلار قاتلان معاف کوي او چې چاته بخښه وکړي او جوړه وکړي الله يې اجر ورکوي.

جمال خاشقجي په کال ۲۰۱۸م کې په استنبول ښار کې د سعودي عربستان په قونسلګري کې دننه ووژل شو ، هغه د سعودي عربستان د شاهي

کورنۍ سخت منتقد وو او د نیویارک ټایم ورځپاڼې لپاره یې کار کاوه .

د خاشقجي د وژنې په قضيه کې په ۱۱ تنو فرد جرم لګول شوی او پينځه تنو ته پکې د مرګ سزا اورول شوې وه.

ترکي په خپلو پلټنو کې ويلي ؤ چې خاشقجي د يو پلان لاندې وژل شوی او د دغه کار دپاره د سعودي عرب نه ايجنټان لېږل شوي وو.

تېر کال د ستمبر په مياشت کې ولیعهد محمد بن سلمان منلې وه چې جمال خاشقجي د سعودي اینجټانو لخوا وژل شوی ؤ.

که څه هم تر دم ګړیه لا د صلاح خاشقجي‌ اعلان ته نړۍ وال غبرګونونه نه دي را برسېره شوي ، خو په لویه کې د خاشقجي‌ مرګ په ټوله نړۍ کې سخت غبرګونونه را پارولي وو.

دا لا روښانه نه ده چې صلاح خاشقجي د خپل پلار قاتلان د فشار له کبله بخښلي او که یې په دې موضوع کې پیسې او امکانات اخیستي دي ؛ خو تر دې وړاندي‌پر صلاح خاشق جي‌دا تورونه پوري شوي وو چې د سعودي عربستان حکومت یې په امریکا کې ساتي ، زرګونه ډالر ورکوي او یو کور یې هم ورته اخیستی دی .

جمال خاشقجي په ترکیه کې د سعودي عربستان په سیاسي نمایندګي کې یعني کونسلګري کې تر شیکنجه کولو وروسته ووژل شو ؛ تر اوسه لا د ترکیې حکومت هم د جمال خاشض جي‌ د مرګ په تړاو د هغه د زول له لوري د قاتلانو د بخښلو موضوع ته غبرګون نه دی ښودلی .

د خبریالانو نړۍ والو اتحادیو او هم دا راز نړۍ والو سازمانونو هغه مهال د جمال خاشق جي په ژونه سخت خفه شوي‌وو خو اوس چې د بخښلو خبره رامنځ ته شوې ښايي ځیني ټولنې دا د فشار پایله وبولي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.