fbpx

د پاڼ او پړانګ ترمنځ ګیر ولس ته څه کول په کار دي؟

خبریال وېبپاڼه / ۲۴ سېپټمبر ۲۰۱۹ ـ د هلمند د موسی کلاه ولسوالۍ په یوه واده د برید له کبله ټول افغانان خفه دي. دا چې په دې برید کې څومره شهیدان شوي دي، کېدای شي چې ځینې یې ارقام لږ او ځینې یې ډېر وښيي، خو له رواني اړخه په دې برید کې ټول هغه خلک وژل شوي دي چې د دې سیمې په شاوخوا کې ژوند کوي او د وژلو او وینو صحنې یې په سترګو لیدلې دي.
واقېعت دا دی چې دا ډول بریدونه نه جګړه کموي، نه طالب ورکوي، بلکې لا نور هم طالب ته زمینه برابروي چې د ملکي وګړو وینې ځان ته د کمپاین په ډول وکاروي او خپل جنایتونه پرې توجیه کړي. دوی خلکو ته دا ښيي چې وګورئ، عام خلک خو حکومت شهیدانوي، ورانی دوی کوي او په دې ډول خپل ظلمونو او وحشتونو ته برأت ورکوي.
په کلیوالو سیمو کې د طالب تاثر، اوزګارتیا، ناپوهي او د حکومت دا ډول کړنې سبب کېږي چې طالبانو ته په اسانه انساني وسلې په لاس ورشي او دوی یې بېرته د حکومت خلاف وډزوي.
البته طالبان هېڅکله هم د ملکیانو په مرګ ژوبله نه خفه کېږي، بلکې د یوه کلیوال ملګري په خبره مې چې دوی په زړه کې په دې ورته خوشاله وي چې د ملکیانو په مرګ ژوبلې سره به خلک دوی ته را مات شي او له حکومت څخه به د خلکو کرکه لا نور هم ډېره شي. له طالبانو ګیله په کار نه ده، هغه یوه ترهګره ډله ده چې هم خپله ملکیان وژني او هم سبب کېږي چې د دوی له وجې نور ملکیان په نښه شي، خو په دې منځ کې حکومت او ولس ته څه کول په کار دي؟
لومړی دا چې حکومت باید په دې پوه شي چې خودسره او ناپلان شوي عملیات سراسر د دوی په تاوان دي، په یوه کور کې چې البغدادي، هیبت الله او ایمن الظواهري هم پټ وي، خو چې ملکي وګړي ورسره وي، باید دوی هغه ځای بمبار نه کړي او له نورو بدیلو لارو د هغو د نیولو او له منځه وړلو هڅه وکړي. دویمه خبره دا ده چې که حکومت په ځینو مراسمو شک لري چې دا به د طالبانو وي، په کار ده چې بې هوښه کوونکي یا ګازي بمونه پرې وغورځوي، کله چې خلک بې هوښه شول، حکومت کولای شي په منځ کې یې خپل دښمن پیدا کړي، بیا یې که وژني یا یې له ځان سره بیايي، هغه د دوی کار دی، خو دومره به شوي وي چې عام خلک به وژل شوي نه وي.
عام ولس ته په کار ده چې په حکومت فشار راوړي او د داسې پېښو د بیا تکرار مخه ونیسي، ورسره هغو ډلو ته هم باید ځای ور نه کړي چې په سبب يې د دوی ژوند له خطر سره مخ کېږي. دا کار که په فردي ډول نه کېږي، په قومي ډول باید یې مخنیوی وشي او وسله والو کسانو ته وویل شي چې د دوی په کورونو کې دې شپې نه کوي او نه دې د دوی محافلو ته راځي، ځکه د یوې سپږې له وجې ډېر کله ټول پوستين سوځېدلای وي.
دا زموږ درد نه دوا کوي چې څو ورځې وژاړو او سبا ته بیا هماغه خرک او هماغه درک وي، عام ولس یوه جرئت ته اړتیا لري، یوه بدلون ته اړتیا لري او دا په هغه صورت کې کېدلای شي چې دوی خپله پرېکړه وکړي او خپل حالت بدل کړي، که د حکومت او طالب ظلمونو ته چوپ پاتې کېږي، بیا به نو لکه پسونه له هرې خوا وژل کېږي.
له ولس سره د اوسنیو ظلمونو جبران داسې نه شي کېدلای چې موږ ټوپک راواخلو او د حکومت یا طالب سره وجنګېږو، که داسې وکړو، د ځان په شمول به مو ډېر نور خلک هم ووژل شي، خو که له سوله ایزو فشارونو استفاده وکړو او د جګړې عامل او معلول له خپلې سیمې ورک کړو، بیا به نه په بمبار کې وژل کېږو، نه په انتحار کې.
لیکوال: خالد رحیمي

Your SEO optimized title page contents