fbpx

په جاپان کې د يوې پيالې قهوې قيمت ۹۰۰ ډالره دی

خبریال وېبپاڼه / ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۹- په جاپان کې د ۲۲ کاله پخوانی قهوې څخه ترتيب شوئ د يوې پيالې قهوه څښاک بيه يا قيمت په ۹۰۰ امريکايي ډالره دی.

دغه کوچنۍ قهوه خانه د جاپان په اوسکا ښار کې موقيعت لري او د « دی میونچ» په نوم ياديږي.

دغه يوازينۍ دوکان دی چې پکې دوويشت کاله پخوانۍ قهوې کارولو څخه پکې کار اخيستل کيږي. او ددې قهوې څخه ترتيب شوې د یوې پياله بیه ۹۱۴ امريکايي ډالره چې تقريبا اویا زره افغانۍ کيږي، پلورل کيږي.

ددغې قهوې کېسه ډیره پخوانۍ ده او پيړۍ يې کيږي او هغه هم په يوې تیروتنې سره وه.

یوه ورځ ددغه دوکان مالک کانجی تاناکا او کارکوونکي يې په يخچال کې قهوه ايښي وه، او شپږ مياشتې وروسته یاد ته ورغلي وه.

کله يې چې راويستله، مخکې له دې چې ويې شړي، ذائقه يې چيک کړه.خو ددې پر ځای چې پخوانۍ ذائقه يا خوند يې له لاسه ورکړی وي، بلکې څو چنده نوره هم خوندوره شوي وه.

عموما په جاپان کې د شرابو د ذائقې د ښه والي لپاره یو قسم د لرګينو پايپونه څخه کار اخيستل کیږي. کانجی هم له همغې طريقې کار واخيست زیاتې قهوې يې ترتیب کړې او هغه يې تر لسو کلونو پورې په يخچالونو کې وساتلې د يخچالونو څخه د راويستلو وروسته د دغو قهوو خوند او ‌ذائقه يو قسم شربت ته چې ډير پوخ شوی وي، ورته شوی وو.

نوموړي به قهوې د ترتيب لپاره له مختلفو طريقو کار اخيسته لومړۍ به يې د ۲۰ کلونو پخوانۍ قهوې تخم پوخ کوه، وروسته به يې د ټوکر په واسطه ښه فلتر کوه او ايشيدلي اوبه به یې هم ور زیاتولې.

د دغې ترتيب شوې قهوې یوه څاڅکۍ د بل څاڅکي تر لویدو يا تويیدو پورې دیرش دقيقې وخت نیسي.

دې طريقې به نه يوازې چې د قهوې تريخوالی له منځه يوړ، بلکې يوه خوندوره ‌ذائقه، بوی او تاثیر به پکې پيدا شو.

مشتريانو دغه قهوې ته تور،خوږ او چاکلیټي قهوې لقب ورکړئ او دا اوس هم د جاپان په ميونچ هوټل کې په ځانګړو پیالو کې خلکو ته په ۹۰۰ ډالره عرضه کيږي.

نه يوازې دا چې په جاپان کې ټولې قهوه خانې په دومره لوړه بیه خپل خدمات وړاندي کوي، بلکې ډيرې قهوه خانې شته چې د یوې پيالې بیه يې د لسو څخه نيولې تر شلو ډالرو پورې ده.

عزیزالله عزیزي