The news is by your side.

عبدالروف شپون: طالبان دې اختر کې اوربند وکړي

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار ولسونو د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د بین الافغاني مذاکراتو پیل او له حکومت د طالب زندانیانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

په یاده غونډه کې د ننګرهار د ټولو ولسوالیو مخورو او دیني علماؤو ګډون کړی و.

په دغه غونډه کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالرؤوف شپون له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه.

ښاغلي شپون وویل، د کرونا ویروس د افت سره هم مهاله د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د یوې اوږدې جګړې قرباني دی، چې له کبله یې ولس سخت ځپل شوی او د فقر او بې وزلۍ سره مخ دی.

نوموړي پر افغان حکومت غږ وکړ، چې د طالبانو بندیان دې ژر تر ژره خوشې کړي تر څو بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره شي او افغانستان کې دایمې سوله ټینګه شي او همدا راز یې د اختر په مناسبت له طالباتو د اوربند غوښتنه وکړه.

عبدالرؤوف شپون وویل، چې د سولې پروسه کې د علماؤو ته هم ګډون ورکړل شي، ځکه دوی د ټولنې باوري خلک دي او د سولې ټینګښت کې ښه رول اداء کولی شي.

په دغه غونډه کې د ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو علماؤو هم په جګړه کې له ښکېلو غاړو د اوربند غوښتنه وکړه او که د طالب بندیانو په خوشې کولو د سولې پروسه پرمختللي کیږي او بین الافغاني خبرو ته لار پرانیستل کیږي، نو دغه پروسه دې چټکه شي او طالبان دې هم له نرمښت کار واخلي، اوربند دې وکړي او بین الافغاني خبرو ته دې لار جوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روژې میاشتې په پیلېدو سره له طالبانو بار بار د اوربند غوښتنې وشوې، خو طالبانو خپله جګړه نوره هم سخته کړه او په وروستیو څو ورځو کې یې بریدونو ملکي او نظامي وګړو او تأسیساتو ته درنه مرګ ژوبله واړوله، خو د اختر په مناسبت طالبانو د افغانانو د اوربند غوښتنې ته لا تر اوسه ځواب نه دی ویلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.