The news is by your side.

امریکا سره د پاکستان روغتیایي مرستې څه معنا لرلی شي؟

خبریال وېب پاڼه/پاکستان له کرونا ویا سره د مبارزې په موخه امریکا متحده ایالاتو ته د روغتیایي توکو لویه بکسه استولې ده.

پاکستان په یو جالب او بې سابقه اقدام کې د امریکا متحده ایالاتو ته له کرونا وبا سره د مبارزې په موخه د روغتیایي او طبي وسایلو لویه بکسه استولې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپله ټویټر پاڼه لکلي چې د پاکستان روغتیایي مرستې امریکا ته لېږدول کېږي. نوموړي له پاکستان څخه مننه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دا د دواړو هېوادونو تر منځ یووالی ښیي.

اوس پوښتنه دا ده چې ولې پاکستان د نړۍ زبرځواک او اقتصادي قوت لرونکي هېواد ته روغتیایي توکي او مرستې ولېږلې، په داسې حال کې خپله په کور د ننه له ګڼو روغتیایي او اقتصادي ننګونو او کړکېچونو سره مخ دی.

یو شمېر سیاسي شنونکي په دې باور دي چې پاکستان له هر ممکنه فرصت څخه په استفادې غواړي د امریکا توجه ځانته را جلب کړي او په دې سره خپل لوېدلی اقتصاد په نړیوالو مرستو ورغوي. په تېر کې د امریکا ولسمشر ټرمپ په پاکستان باندې خپلې مرستې درولې وې او زیاتې کړې یې وه چې پاکستان له ترهګرۍ پرته بله ګټه نه لري نو په وینا یې امریکا اړ نه ده چې له دغه هېواد څخه مالي ملاتړ وکړي.

په دې وروستیو کې د افغان سولې خبرې هم ګرمې شوې دي او له امریکا سره د سولې له تړون را په دې خوا وسله والو طالبانو په ټول هېواد کې خپلو خونړیو بریدونو ته دوام ورکړی دی او ګڼ شمېر افغانان یې شهیدان او ټپیان کړي دي.

د سیاسي کارپوهانو په وینا دا چې طالبان د پاکستان له ملاتړ څخه برخمن دي، اوس هڅه کوي د بین الافغاني مذارکراتو د سبوتاژ کولو په خاطر په هغو طالبانو چې دوی ورباندې نفوذ لري، په افغانستان کې ورباندې ورانکارو اعمالو ته ادامه ورکړي او نړۍ ته وښیي چې دوی خو د سولې غوښتونکي دي او له طالبانو سره اړیکه نه لري. نو له همدې امله د امریکا سره د اړیکو په تودولو باندې لګیا دي.

هېره دې نه وي چې د منځنۍ او جنوبي آسیا لپاره د امریکا ځانګړې استازې الیس ویلز هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي وو چې دوی هڅه کوي پاکستان د طالبانو له ملاتړ څخه پر شا کړي.

د پاکستان لخوا له امریکا ته د مرستې کولو سره هم مهاله په دغه هېواد کې ګڼ شمېر د نظر خاوندانو او ولسي وګړو توندې نیوکې کړې دي او زیاتوي چې پاکستان خپله له خورا بد روغتیایي کړکېچ سره مخ دی نو له امریکا سره د مرستې کولو لپاره څه اړتیا ده.

د یادونې وړ ده چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ اصلي تمویلوونکی او ملاتړی هېواد دی چې له افغانستان سربېره ایران او هندوستان هم ورڅخه وخت نا وخت د ترهګرو ډلو د ملاتړ ګیله کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.