The news is by your side.

کراچې کې د پاکستان یوه ملکي‌الوتکه رانسکوره شوه

خبریال ویب پآڼهد پاکستان د د الوتکو د ملي کرښي (پيای اې )‌ د (۳۰۳) شمېرې پرواز الوتکه د کراچيهوايي ډګر ته نېژدې را نسکوره شوې ده .
تر دم ګړیه د ۱۰۰ کسانو د مرګ خبر ورکول شوی خو ښاييدا تلفات نور هم زیات شي‌.

الوتکه د ملیر ماډل ټاون کالونۍ سره نېژدې را لوېدلې ده ؛ په الوتکه کې ټول ۹۱ مسافر او او د الوتکې ۸ کاروکونکياو پیلوټان شامل وو.

تر را نسکورېدو وروسته په الوتکه کې اور ولګېدو او سیمه یې په بر کې واخیسته .

د الوتکې د لوېدلو ځای ته امنیتي ساتونکيرسېدليدی . سیمه د امنیتيچارواکو په کنټرول کې ده .‌

تر اوسه لا دا هم نه ده روښانه چې د الوتکې د رانسکورېدو علت څه وو ؛ خو د همدغې الوتنې په تړاو په کراچيهوايي ډګر کې ټول ریکارډ لاک او مهر شوی دی .

په پاکستان کې د الوتکو درا نسکورېدو بیلا بیلي پېښي په بیلا بیلو وختونو کې شوي دي، هلته داسي پیلوټان هم الوتکې چلوي چې لایسنس یې نه وي تر لاسه کړی .

هم دا راز په پاکستان کې ځیني پیلوټان په نشو روږدي دي او اکثره وخت د نشييتوکو د استعمال تورونه هم په پوري شوي دي.

دم ګړی لا نه ده روښانه چې ددې الوتکې د را لوېدو اصلي علت څه وو خو الوتکه هوايي ډګر ته نېژدې را پرېوتې ده .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.