fbpx

شیکر دهوان افریدي ته: لومړی خپل کور سمبال کړه،بیا نورو پسې خبرې کوه

خبریال وېبپاڼه / ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۹ – د هند کریکټ ملي لوبډلې مشهور اوپنر لوبغاړي شیکر دهوان پر پاکستاني الروانډر شاهد خان افریدي لفظي برید وکړ.

د نوموړي په وینا افریدي اوس دومره شو چې هند ته مشوره ورکوي او هڅه کوي چې د هند په داخلي چارو کې مداخله وکړي.

شیکر دهوان وویل چې د هند یوه سیمه ایز تلویزون “اپ کی عدالت” په نوم خپرونه کې یې خبرې کولې وویل چې لومړی دې دوی خپل کور سمبال کړي،بیا د په نورو پسې خبرې کوي.

هغه وویل: (( البته چې یو څوک زمونږ د هیواد د یو څه په اړه خبرې کوي،مونږ به ورته ووایو چې پاڅیږه!،مونږ داسې خارجیانو ته اړتیا نه لرو چې مونږ ته مشوره را کړي.))

((لومړۍ دې خپل هیواد جوړ کړه،بیا په نورو پسې خبرې کوه.))

دهوان زیاته کړه: ‘ جینکی غر کچ کا هو،ووه دوسرا کا غر پتر نهی پهکتی[هغه خلک چې د شیشو کورونه لري،بیا نورو ته تیږې نه ور ګذاروي]

دا لومړۍ ځل ندی چې شیکر دهوان پر افریدي ګذار کوي،لدې وړاندې هم په تیر اپریل میاشت کې د کشمیر پر مسلۀ نوموړي د افریدي ته ځواب ورکړئ و. نوموړي هغه مهال لیکلي و چې د کشمیر اړوند مسلۀ کې هندوستان د بهرنیو مشورې ته اړتیا نه لري.

شیکر دهوان چې د هند کریکټ ملي لوبډلې یو مخکښ پیلیز یا اوپنر لوبغاړی دی،په تیر نړیوال جام کې ښه په فوم کې روان و،خو وروسته د ګوتې د ټپ له کبله د سیالیو بهر شو.

چپ لاسي توپ وهونکي شيکر دهوان همداشان د ټيم بل ملګري رشاب پنټ چې اوسمهال د مينه والو لخوا تر نيوکو لاندې دی، ستاینه وکړه.

نوموړي وويل، چې رشاب پنټ استعدادي لوبغاړی دی او زه مطمین يم چې د نوموړی به د هندوستان لپاره ښې سيالۍ ترسره کړي.

(( رشاب پنټ يو ښه د استعداد څخه برخمن لوبغاړی دی. نوموړی هر وخت خپله هڅه کوي او زما پوره باوري يم چې نوموړی به د هندوستان لپاره تر ډيرې اوږدې مودې پورې ښې سيالۍ ترسره کړي.))

نوموړي زیاته کړه چې کله داسې وخت هم وي چې هيڅ منډې به دې بيټينګ څخه نه راځي، خو بیا وروسته لدې هم ډیر څه زده کولای شې.

هغه وويل: (( کله داسې حالت هم وي، چې منډې به نشي جوړولی. خو بیا تاسو لدې ډير څه زده کولای شئ. دا یوازې پنټ ندی، بلکې هر څوک له داسې حالت سره مخ شوي دي او وروسته يې لدې څه زده کړي او اوږده اننګزونه يې لوبولي دي.))

Your SEO optimized title page contents