fbpx

د یونان د میدیلي ټاپو کې اخ اوډب ! افغان کډوالو ته تلفات

خبریال ډاټ کام کابل / ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۹ – د یونان د میدیلي ټاپو موریا کډوالوکمپ کې له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو وروسته اور لګېدلی چې تر دم ګړیه د (۵) کسانو مړینه ورکې تاید شوې ده .

ځايي رسنۍ وايي‌چې د مظاهره کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب پېښ شوی دی چې د پولیسو له لوري اوښکي بهونکی ګاز او د مظاهره کونوکو له لوري د ډبرو او کوتکو بریدونه شوي دي .

په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دی .

د میدیلي د ټاپو  ښاروال  ستاریتیس کیتیلیس د روان وضیت په اړه سخته اندېښنه ښودلې ده نوموړي‌ له مرکزي‌حکومت نه د امنیتي ساتونکو غوښتنه کړې ده .

دا غوښتنه په داسي‌حال کې مخي‌ته راځي چې هم مهاله د چټک غبرګون یوه الوتکه سرتېري هلته رسېدلي دي .

د پېښي په قربانیانو کې افغانان هم شامل دي .

  د یونان د میدیلي ټاپود کډوالو موریاکمپ کې په لوی تعداد افغانان هم مېشت دي‌چې اروپايي هیوادونو ته د تګ او کډوالي‌هڅه کوي‌.

تر اوسه افغان حکومت په دې تړاو څه نه دي‌ویلي ،خو په کار دي‌چې افغان حکومت ژر تر ژره هلته د شته کډوالو په تړاو له یوناني چارواکو سره تماسونه ونیسي‌.

د یو شمېر کسانو د نیولو خبر هم ورکول شوی دی .‌