fbpx

په ټاکنو کې د ښه امنیت په خاطر د امنیتي ځواکونه ستایل

خبریال وېبپاڼه / ۲ اکټوبر ۲۰۱۹ – په ننګرهار کې ولسونو، مدني ټولنو او د ځوانانو شوراګانو یو شمېر غړو په دې ولایت کې د بریالیو ټاکنو د ترسره کولو په پار امنیتي ځواکونه او مسوولین یې وستایه.

د دوی پر وینا امنیتي ځواکونو لویه میړانه وښودله چې په دې ولایت کې یې خلکو ته په ډاډ زړه د دې زمینه برابره کړه؛ ترڅو د رایې ورکولو مزاکزو ته ولاړ شي او خپله رایه وکاروي.

د امنیتي ځواکوانو د ستاینې دا غونډې په جلال اباد ښار، شینوارو، بهسودو ولسوالیو کې جوړې شوې وې. لعل محمد چې د یو سرتیري په غاړه کې یې ګل راځړوه وویل:
(( مونږ پرته له امنیتي او دفاعي ځواکونو هېڅ یو. دوی زمونږ اتلان دي. د سر په بدل کې یې د ټاکنو امنیت تامین کړ، ولسونو پراخ ګډون وکړ، نو حق یې دی چې وستایل شي. د دښمنانو سترګې دې ړندې وي)).

د امنیتي ځواکونو د قدرداني دا غونډې داسې مهال جوړیږي چې د ټاکنو په ورځ ننګرهار کې تر شلو زیاتې چاودنې وشوې چې پایله کې یې یو شمېر خلک ژوبل شول، او په ټول هېواد کې د ۴ تنه وژل شوي وه او ۷۰ نور بیا ټپیان شوي وه؛ خو کومه لویه پېښه رامنځته نشوه.

د چارو شننوونکي په دې باور دي چې هېڅ تصور نه کېده چې ولسمشریرې ټاکنې دې په دومره ښه شکل ترسره شي. اسدالله ترین وایي:
(( ما هېڅ فکر نه کاوه چې ولسمشریزې ټاکنې به په دومره ښه توګه ترسره شي، ځکه ګواښونه ډېر وه، ویره جدي وه)).

باید وویل شي چې طالبانو څو اوونۍ وړاندې په خپرو کړیو اعلامیو کې له ولسونو غوښتي وه چې ولسمشریزو ټاکنو کې دې برخه نه اخلي، کنه دوی به یې په نښه کړي. هممهاله یې ویلي چې کمپایني غونډې او دفترونه د دوی لپاره نظامي ادرسونه دي.

بهار

Your SEO optimized title page contents