fbpx

ولسمشریزې ټاکنې؛ ناکام ــ کامیاب عبدالله!

خبریال وېبپاڼه / ۲ اکټوبر ۲۰۱۹ – تر ښاغلي کرزي را وروسته د دریم ځل لپاره افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې، خو پایله یې جنجالي وه. ولسمشرغني او عبدالله د ملي وحدت رامنځته کړ. د قدرت د ویش مسله رامنځته شوه، له پيل تر پایه یوه لانجمنه دوره. ښاغلي غني څو ورځې وړاندې له یو خصوصي ټلویزون سره مرکه کې وویل چې د زهرو دا غړوپ یې ځکه وکړ چې د افغانستان د تجزیه بحث په کې حتمي وه. معنی عبدالله غوښتل چې واک ته د رسېدو لپاره هر څه وکړي. د یو لوی ناورین د ایجاد زیګنالونه وه. له یوې خوا د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسله وه. افغانستان د خطر په وروستۍ پوله ولاړ و.

۲۰۱۴ د سقوط کال؛ خو ولې نشو؟!

پخواني ولسمشر حامد کرزي امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیک تړون د لاسلیک موضوع په یو داسې حالت کې نفي کړه، چې د واک یې وروستۍ ورځې وې. بهرنیو ځواکونو له وطن خپلې ګډې وتړلې، لویه برخه یې ووتله. پنجاب او تهران کې د افغانستان د نیونې جشنونه پیل شول. ۲۰۱۴ میلادي کال د افغانستان د سقوط او بُحران کال و. طالب ته د لا شدیدو بریدونو او له یوې مخې د افغانانو د وژنې پلان ورکړل شو، نوي تشکیلونه او ډلې وي چې د کرښې له پورې غاړې دلته را روانې وې، چې خورا په نا انساني توګه یې تطبیق ته کار ووایه. هېڅ تصور نه کېده چې دا بُحران به مدیریت شي. افغانستان به ونه لوېږي، د پنجاب او تهران مشترک ارمان به پوره نشي. یو سپین ږیري پاچا لوړه وکړه، په لومړۍ ورځ یې وویل چې هرڅه به سم شي، دا بُحران به مدیریت کړو. هماغسې وشول، د افغانستان د سرنوشت بحث روښانه شو. امریکا سره یې ستراتیژيک تړون لاسلیک کړ. د هېواد د بهرني سیاست لپاره په یوې غښتلې دستګاه کار پیل شو، د لومړي ځل لپاره یې د افغانستان نوم او سیاسي موقف په نړۍ وال سټېج وځلوه، هرڅه کې افغانستان او هرڅه د افغانستان لپاره.

په یوازې ځان بریالی مزل!

وړاندې مو وویل چې د ملي وحدت حکومت یوه لانجمنه دوره وه. خو ددې ټولو لانجو او ناندریو ور اخوا ولسمشرغني وتوانېده چې په پنځو کلونو کې دومره کار وکړي چې په سلو کلونو کې یې کول ناممکن وه. له سیاست واخله، تر اقتصاد، له سوداګرۍ تر ترانزیت، نړۍ والو او ګاونډیو سره اړیکې، د پاکستان تجرید او انزاو. د سولې خبرې، حزب اسلامي سره سوله، طالبانو سره د سولې بحثونه، ملي او نړۍ والې اجماعګانې. د کمانډو دوه چنده کېدل، وسله وال پوځ ته مُرال، دولتي اداراتو کې اصلاحات، فساد سره مبارزه، د لویو پروژو پیل، افغانستان په سوداګریزه عرصه کې له انحصار ویستل، د تاریخي ځایونو بیا رغېدل او د نویو هغو جوړول. د پوهنتونو معیاري کول، د وطن د مالکیت احساس….. خو په دا دومره موده کې عبدالله چیرته د یو کوچني پُلچک افتتاح او یا یې هم د جوړولو لپاره ګام وانخېست، ټوله دوره یې د شخصي اغراضو په پاللو، د خپلو کسانو ځای په ځای کولو او د ولسمشرغني پر وړاندې د مزاحمتونو او چالشونو په ایجاد تیره کړه.

د عبدالله کاري ورځې او له لنډغرۍ ملاتړ!

اجرائیه رییس د حکومت نیم سهیم و. پنځوس سلنه واک او قدرت، امتیازات او حقوق یې اخېستل. لکه څنګه یې چې کور هند کې دی، چهارشنبه به هند ته تله، پنجشنبه، جمعه او شنبه به یې هند کې تیروله، یکشنبه به یې بیرته هېواد ته حرکت را وکړ، دوشنبه به یې دلته استراحت کاوه، یوه سه شنبه یې کاري ورځ وه، هغه به یې هم په نیوکو او لانجو تیروله. وطن او وطنوالو سره د اجرائیه رییس په نوم دې سړي سخت ظلم وکړ. عبدالله ان د هېواد د هغه اتلانو او سپېڅلو مجاهدینو پر وړاندې د اوباشانو او لنډغرو ملاتړ او ننګه کوله، چې د دې وطن د بقاء د ولس د ساتلو په لاره کې یې سرونه په لاس کې نېولي، شپه او ورځ، یخني او ګرمي نه ګوري؛ خو عبدالله بیا ــ بیا په نا انساني چلند تورن کړي.

ناکام ــ کامیاب عبدالله

پورته ټولې ناخوالې د ولس په ذهن کې وې، دا ولس هومره هیرجن او بې حافظې هم نه دی چې هرڅه به یې له ذهنه وځي. دا ځل په پراخه کچه ولسونو ښاغلي غني(دولت جوړوونکي ټیم) ته رایې ورکړې. لومړی خو دا چې د هېچا باور نه کېده چې ولسمشریزې ټاکنې به ترسره کیږي، خو ولسمشرغني تاکیداً ویل چې ټاکنې به حتمي کیږي، هماغه وه چې حکومت ورته خپل تدابیر نېولي وه. اشرف غني د کمپاین په غونډو کې ولس ته خپلې برنامې وړاندې کولې؛ خو عبدالله یوازې په هغه حکومت نیوکې کوې چې پنځوس سلنه برخه یې همده تشکیلوله. عبدالله له څنګه یې چې تیره دوره کې د( نه منلو) خبره کړې وه، دا ځل یې هم وړاندې تر دې چې قانوني او ذیصلاح مرجع د(ټاکنو خپلواک کمیسیون) د رایو پایله اعلان کړي، مخکې تر مخکې یې ځان بریالی اعلان کړ. په داسې حال کې چې د نوموړي او ټول ټیم په څېره کې د ماتې نښې له ورایه معلومیږي. ورخطایي، د رنګ ژیړوالی، بې حوصله ګي او لانجې کول. بریالی فرد او ټیم همیش مطمئن وي، باحوصلې وې، رنګ یې تازه وي.

ولس باید څه وکړي؟!

حق او مکلفیت سره تړلي او پیوستي کلیمې دي. چیرته چې حق راځي؛ مکلفیت ورسره حتمي(اتوماتیک) راځي. معنی مونږ چې حقوق لرو؛ مقابل کې مکلفیتونه او دندې هم لرو. هېڅ حق بې مکلفیته نه وي او هېڅ مکلفیت بې حقه. یعنې حق خپله یو امتیاز دی چې مقابل کې یې دنده او مسوولیت هم شته.
په سیاسي عرصه کې:
د افغانستان د اساسي او ټاکنو قانون د حکم پر بناء هر افغان چې قانوني شرایط یې پوره کړي وي د(انتخاب او انتخابېدو) حق لري، معنی کولای شي خپله کاندید شي، یا هم بل چاته خپله رایه ورکړي. ولسونو دا ځل په ټاکنو کې خپله رایه وکاروله. دا د رایې ورکولو حق د ولسونو لپاره یو امتیاز و، خو مقابل کې یې دنده او وجیبه دا ده چې د خپلې رایې دفاع او ساتنه وکړي. که څوک یې رایې ته سپکاوی کوي، دوی اخلاقاً او قانوناً دنده لري چې غبرګون وښیي او غبرګون یې د رایو دفاع ده.
مثلاً:
اګر که له وخته مخکې خبره ده، ځکه تر دې دمه رسمي او ذیصلاح مرجع(ټاکنو کمیسیون) د رایو پایله نه ده اعلان کړې. خو بیا هم مشاهدت ته په کتو(دولت جوړوونکی) ټیم بریالی بریښي. او عبدالله یې په مقابل کې د نه منلو خبره کوي. سره د دې چې حکومت سره قهري قوه شته(امنیتي او دفاعي ځواکونه) خو بیا هم د ولسونو مکلفیت جوړیږي چې د خپلې رایې دفاع د تاوتریخوالي له لارې نه، بلکې د مدني حرکتونو له لارې وکړي(لاریونونه او اعتراضیه راټولېدنې) ترسره کړي او له دې اړخه په مقابل لوري فشار وارد کړي.

عبدالله غوښتل چې واک ته د رسېدو لپاره هر څه وکړي. د یو لوی ناورین د ایجاد زیګنالونه وه. له یوې خوا د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسله وه. افغانستان د خطر په وروستۍ پوله ولاړ و.

ثبات او همپالنې ټیم مخکې تر مخکې ځان بریالی اعلان کړ. په داسې حال کې چې د نوموړي او ټول ټیم په څېره کې د ماتې نښې له ورایه معلومیږي. ورخطایي، د رنګ ژیړوالی، بې حوصله ګي او لانجې کول. بریالی فرد او ټیم همیش مطمئن وي، باحوصلې وې، رنګ یې تازه وي. د ولسونو مکلفیت جوړیږي چې د خپلې رایې دفاع د تاوتریخوالي له لارې نه، بلکې د مدني حرکتونو له لارې وکړي(لاریونونه او اعتراضیه راټولېدنې) ترسره کړي او له دې اړخه په مقابل لوري فشار وارد کړي.

لیکوال: جان اغا بهار