fbpx

ایا له طالبانو سره به د سولې خبرې بیا پیل شي؟

خبریال وېبپاڼه / ۲ اکټوبر ۲۰۱۹ ـ له طالبانو سره د سولې خبرې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وخت ودرولې چې طالبانو په کابل کې ځانمرګی برید وکړ او د یوه امریکايي په ګډون یې ۱۲ افغانان ووژل.

ټرمپ د مذاکراتو له لغوه کېدو وروسته وویل، طالبانو د سولې د مهمو خبرو په بهیر کې په اوربند موافقه و نه کړه او ډېر خلک یې هم ووژل، په دې خاطر طالبان نه ارزېدل چې یوه معنی لرونکی تړون ورسره وشي.

د سولې د خبرو له بندېدو سره ټرمپ دا پروسه مړه وبلله او د بیا پیلیدو لپاره یې هیله و نه ښوده، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې افغان حکومت هڅه کوي، د طالبانو سره مخامخ مذاکرات پیل کړي. نوموړی زیاتوي چې د بین الافغاني خبرو د پیلیدو لپاره نړۍ والې هڅې چټکې شوې دي او ممکن ژر د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

احمدي که څه هم په دې برخه کې د ځانګړو هېوادونو نوم نه اخلي، خو ویل کېږي چې ټرمپ د پاکستان صدراعظم عمران خان ته ویلي چې له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي، په همدې خاطر د طالبانو د قطر پلاوي غړي او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته تللي چې له پاکستانیو چارواکو سره د سولې خبرو په بیا پیلیدو وغږېږي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند سهیل شاهین هم منلې ده چې د اکټوبر په دویمه یعنې نن به د قطر  دفتر یو پلاوی اسلام اباد ته لاړ شي او هلته به له پاکستاني چارواکو سره په مهمو موضوعاتو خبرې وکړي. خپله سهیل شاهین نه دي ویلي چې دا مهم موضوع به څه وي؟ خو ښکاري چې طالبان به په دې سفر کې د افغان سولې پروسې او په دې پروسې کې د پاکستان په ونډې او ګټې له پاکستاني چارواکو سره وغږېږي.

پاکستان هغه هېواد ګڼل کېږي چې طالبانو ته یې پنا ورکړې او مرستې ورسره کوي چې په افغانستان کې جګړه وکړي، همدې نفوذ ته په کتو سره پاکستان هڅه کوي چې د سولې په پروسه کې ډېر دخیل وي او خپلې هغه غوښتنې چې له امریکا او افغان حکومت څخه یې لري، د سولې په معامله کې يې پرې ومني.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې خپله ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کې له طالبانو غوښتي و چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي، خو که جګړې ته دوام ورکوي، و به ځپل شي.

Your SEO optimized title page contents