fbpx

د دایکندي د بادامو حاصلاتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی

خبریال وېبپاڼه / ۲ اکټوبر ۲۰۱۹ – د دایکندي د زراعت، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بادامو په حاصلاتو کې د ډېروالي خبر ورکوي.

د یاد ریاست په وینا د تیرو کلونو په پرتله یې سږ کال په حاصلاتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی چې دا لویه لاسته راوړنه بولي. د زراعت ریاست مسوولین وایي سږ کال یې بادام ۲۵ مټریک ټنو ته رسېده.

د دوی په وینا د زراعت، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست له خوا ورته د کافي اوبو ورکولو، د امراضو او نورو افتونو د مخنیوي، دارنګه د اصلاح شویو تخمونو ورکول هغه عوامل وه چې د دوی حاصلات یې د پخوا په پرتله څو چنده ډېر کړل. د دایکندي د کرهڼې مسوولین وایي په دې ولایت کې د نورو میوو په پرتله بادام ښه حاصلات ورکوي؛ نو ځکه یې ډېری باغوانانو ورته مخه کړې ده.

د نوموړي ریاست د معلوماتو له مخې تیرو کلونو کې د بادامو حاصلات په دې ولایت له ۱۵ ــ ۲۰ مټریک ټنو رسېده چې سږ کال په کې ۵ مټریک ټنه زیاتوالی راغلی.

سرچینه وایي په هېواد کې د تیر کال وچکالي او د بادامو د ګل توئیدل هغه دلیلونه وه چې د بادامو حاصلاتو کې یې نمایي کموالی راوستی و.

خو سږ کال دواړه ستونزې نه وي، ځکه خو یې حاصلاتو کې ډېروالی راغی. دایکندي د هېواد د هغه ولایتونو له جملې یو دی چې هوا او اوبه یې کرکیلې ته مناسبې دي او باغونه په کې ژر وده کوي.

باید وویل شي چې په دا وروستیو دوو کلونو کې د افغانستان وچه میوه د هوایي دهلیزونو له لارې هند، مرکزي اسیا، چین او ان اروپا ته ولېږدول شوه، او هلته یې بازارونه د پام وړ ښه وه.

Your SEO optimized title page contents