fbpx

د پوځي تمرين څخه د بچ کيدو په خاطر یو هلک د ۸۱ کلنې ښځې سره واده وکړ

خبریال وېبپاڼه / ۲ اکټوبر ۲۰۱۹ – په اوکراين کې د پوځي اکاډمۍ د ټريننګ څخه د بچ کيدو په خاطر يوه زده کوونکي او ۲۴ کلن هلک له يوې ۸۱ کلنې بوډۍ سره واده وکړ.

د نړيوال خبري آژانس د معلوماتو له مخې سره ددې چې دغه څلوريشت کلن اوکراینی هلک د خپلې کورنۍ لخوا د نيوکو او مخالفتونو سره هم مخ شو، خو نوموړی بیا هم له خپلې پریکړې په شا نشو او د خپل بل ملګري د نيا او ۸۱ کلنې بوډۍ سره واده وکړ.

په اوکراين کې عموما ځينې زده کوونکي په پوځ کې د يو کال جبري ټرینينګ څخه د پټيدو يا بچ کيدو په خاطر له هرې ممکنه لارې کار اخلي.

د اوکرایني قانون له مخې هر زده کوونکی چې عمر يې له اتلسو کالونو څخه تر څلوریشتو کالونو پورې وي. اړ دی چې یو کال په پوځي اکاډمۍ کورس کې تیره کړي.

له دې قانون څخه يوازې هغه شخص مستثنی دی او په کور کې پاتې کیدلی شي چې میرمن يې له ۲۷ کالونو پورته وي، کمزورې يا ناروغه وي او د خدمت لپاره څوک ونلري.

له همدې کبله اليګزيندر هم لدې مادې ګټه پورته کړه او د پوځي تمرين څخه د بچ کيدو په خاطر يې پلمه پيدا کړه او له ۸۱ کلنې ښځې سره يې واده وکړ.

۲۴ کلن الیګزيندر ته د پوځ نږدې اکاډمۍ لخوا يو ليک هم ليږل شوی او په هغې له نوموړي غوښتل شوي وو.چې په پوځ کې یو کلن جبري خدمت ته ځان حاضر کړي، خو نوموړي ترې انکار وکړ.

اوکراين يو کوچنی هیواد دی چې ۶۰۳۵۵۰ کيلو متره مساحت لري او د اروپا په ختيځ کې موقيعت لري. جنوب ته يې تور سمندرګۍ او ختيځ ته يې روسيه موقيعت لري.

عزیزالله عزیزي

Your SEO optimized title page contents