fbpx

صدیقي: د افغان حکومت پرته د سولې په اړه مذاکرات ګټه نه کوي

خبریال وېبپاڼه / ۲ اکټوبر ۲۰۱۹ – د ولسمشرۍ ماڼۍ پاکستان ته د زلمي خلیلزاد او طالب پلاوي سفرونو ته په غبرګون کې ويلي، د افغان حکومت د مالکیت او مشرۍ پرته د سولې په اړه هڅې او مذاکرات هېڅ نتیجه نه ورکوي.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي نن چهارشنبه پر خپل ټوېټر لیکلي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی اوزیاتوي، یوازې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې هڅې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لامل کېدایشي.

بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي افغان حکومت د سیمې او نړۍ له با نفوذه هېوادونو سره خبرې روانې کړې څو وکړی شي په دې توګه طالبان مخامخ خبرو ته تیار کړي.

د یاد وزارت ویاند صبغت الله احمدي رسنیو ته ویلي، چې دوی د خپلو سفارتونو له لارې د سیمې او نړۍ له ځينو هېوادونو سره په دې اړه خبرې کړې چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي او دلته روانه جګړه له سیاسي لارو حل کړي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او تر ټاکنو وروسته به د سولې هڅې نورې هم چټکې شي.

بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې د طالبانو سره سولې خبرو کولو د لټې خبر ورکوي چې نن زلمی خلیلزاد او د طالبانو مذاکراتي پلاوی اسلام اباد ته تللی دی.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین تایید کړې چې نن به د ملا برادر اخند په مشرۍ د طالبانو لوړ پوړی پلاوی اسلام آباد ته ولاړ شي،څو له پاکستاني مقاماتو سره د افعان سولې په تړاو خبرې وکړي.

د سولې پروسې د خبرو له درېدو وروسته دا د سیمې هېوادونو ته د طالب استازیو څلورم سفر دی چې کوي دوی له دې وړاندې طالب استازو تهران، چین او روسیې ته سفر کړی وو.

زلمی خلیلزاد هم د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ پاکستان ته رسېدلی دی او ددغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره به پر افغان سوله خبرې کوي.

ښايي طالب پلاوي په پاکستان کې له زلمي خلیلزاد سره هم د افغان سولې مذاکراتو پر بیا پیلولو خبرې وکړي.

خو افغان حکومت په ټینګار سره وایي، رښتینې سوله هغه وخت راتلی شي کله چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

Your SEO optimized title page contents