fbpx

پاکستاني‌ محاکمې د ګلالۍ اسماعیل د نیولو حکم ورکړ

خبریال ډاټ کام پښتونخوا/۲ اکتوبر۲۰۱۹- د پآکستان د اسلام اباد هايي کورټ‌ امر صادر کړی دی چې پښتنه فعاله ګلالۍ اسماعیل دي‌ژر ترژره ونیول شي .

پر ګلالۍ اسماعیل تور پوري‌شوی چې پآکستانی حکومت او ادارې یې بدنامه کړې دي‌.‌

هغه د ښځو د حقوقو پښتنه فعاله ده چې دم ګړی د امریکا په نیویارک کې د پناه غوښتلو تر درخواست وروسته راښکاره شوې ده .

ګلالۍ اسماعیل د ټولنیزو فعالیتونو او دښځو ددحقوقو د دفاع تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله هم ده چې سږ کال د مې په مياشت کې تر هغه وروسته پټه شوه چې په اسلام اباد کې يې د يوې مظاهرې پر مهال يې د پاکستان پر امنيتي ادارو تنقيد وکړ.

هغه مظاهره په اسلام اباد کې د جنسي تېري ښکار او وژل شوې، فرشتې مومند د وژونکیو نيولو لپاره شوې وه.

د خیبر پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکې ګلالۍ اسماعیل د ویښونجونو په نوم یو فعال تنظیم لري چې تر ډېره بریده یې کارونه ستایل شوي‌دي‌.

هغې امریکا ته درسېدو سره سم د پناه غوښتنه وکړه خو هم مهاله یې دا غږ هم اوچت کړ چې خپل ټولنیز فعالیت ته به دوام ورکوي‌او پّ هیڅ‌ډول د پښتون ژغورنې غورځنګاو د ویښو نجونو له تنظیم نه نه پر شا کېږي .‌

نوموړې دا هم ویلي‌دي‌چې پاکستاني استخباراتي‌اداره آی آیس آی یې دنیولو او شکنجه کولو لپاره هر اړخیزي‌ هڅي‌کړي‌دي‌.

په پآکستان کې زرګونه کسان د (میسنګ) پر سنز په نوم په زندانونو او د پآکستاني‌استخباراتو د کړاو په تورو کوټو کې شپې تېره وي‌چې ددغو کسانو د خلاصون په موخه هر فعال سر اوچت کړی هغه نیول شوی دی .

د پښتون ژغورنې یا پي ټي‌ایم غورځنګ لسګونه ملګري‌ په زندانونو کې ښپې تېره وي ،خو له پاکستان نه پّ وتلو او بهر پّ ژوند کولو یوازي‌ګلالۍ اسماعیل توانېدلې ده .

تر اوسه د هغې د سیاسي‌پناه پر غوښتنه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه رسمي‌ څه نه دي‌ویلي‌،خو په لویه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سیاسي‌فعالین له پاکستان نه بهر تګ او اوسېدلو ته زړه نه ښه کوي‌.

Your SEO optimized title page contents