fbpx

پکتیا کې د زعفرانو کرکیلې ته د خلکو پام ور اوښتی

خبریال وېبپاڼه / ۲ اکټوبر ۲۰۱۹ – د هېواد د بزګرانو سره د کرنې او مالدارۍ وزارت د ملاتړ په لړکې دا ځل د پکتیا ولایت زعفران کارانو سره مرستې شوې دي.

د پکتیا د کرنې، اوبو لګوونې او مالدارۍ ریاست وایي د دې ولایت د زعفرانو ټولنې څلورو ډلو ته یې د زعفرانو د وچولو پرمختللې ماشینونه او نور مهم توکي په واک کې ورکړل.

د یاد ریاست رییس انجنیر محمدالدین مومند وایي، د زعفرانو کارکوونکو ته ورکړل شوې دستګاوې په یوه ساعت کې د یوې کیلو زعفرانو د وچولو وړتیا لري. د مومند په وینا د ویشل شویو دستګاوو پر مټ په پکتیا کې د زعفرانو د پروسس په برخه کې شته ستونزې په نسبي ډول پای ته ورسیږي.

د پکتیا د زراعت ریاست مسوولین وایي څلورو ګروپونو ته یې د ماشینونو د ویشلو موخه یوازې نه دا نه ده چې فقط همدوی ترې ګټه اخلي، بلکې په دې ولایت ټول بزګران چې د زعفرانو کرکیله کوي کولای شي، ګټه ورڅخه واخلي.

اخوا د کرنې وزارت وزارت وایي له دا ډول مرستو یې موخه د زعفرانو کرکیلې او د پروسس صنعت ته یې وده ورکول دي. په دا وروستیو دوه کلونو کې په افغانستان کې د زعفرانو کرکیله ډېره شوې ده، چې حکومت یې د کوکنارو د کښت ښه بدیل بولي. دهقانان یې هم په کرلو خوښیږي ځکه نرخونه یې خورا ښه دي.

باید وویل شي چې افغاني زعفرانو د نړۍ په کچه اروپایي بازارونو کې لومړی ځای خپل کړی، چې ډېری وخت یې ایران په خپل نوم هم بازار ته وړاندې کوي. د یادونې وړ ده چې دا وخت کابل کې د یوې کیلو زعفرانو بیه له ۶۰ تر ۷۰ زره افغانیو رسیږي.

Your SEO optimized title page contents