fbpx

په نړيواله کچه خپل شرکت یا برنډ ته څنګه ښه نوم ورکړو؟

خبريال وېبپاڼه / ۳ اکټوبر ۲۰۱۹ – د امریکا د بازار موندنې اتحادې په وینا، برنډ د نوم، نښې، سمبول یا ترکیب په توګه تعریف شوی، چې په وسیله یې د یوې پلوروونکې ډلې مال یا خدمات په بازار کې وپیژندل شي او له نورو سیالو شرکتونو څخه یې توپیر وشي. شرکتونه په سیالۍ کې ګټې ترلاسه کولو ته اړتیا لري چې دوی باید د دې ګټې لاس ته راوړلو لپاره له نورو برنډونو سره قوي سیالي وکړي.
په نړیوال بازار کې د نړۍ د فیشن صنعت د بازار موندنې پرځای په دودیزو محصولاتو تمرکز کوي او له همدې امله د بریا د ترلاسه کولو لپاره برانډ مهمه وسیله ګڼل کیږي.
د یوه برنډ له ایجادولو یوازې هدف دا نه دی چې؛ تاسو د خپلې سوداګرۍ یا شرکت پیاوړی تصویر نورو ته وړاندې کړئ، بلکې ترټولو لومړی باید ستاسو د برنډ بنسټ په سمه توګه ایښودل شوی وي، چې دوامداره پاتې شي.
د برانډ د مدریت کولو ځینې لارې چارې:
ستا سو د شرکت برانډ (نښه) ستاسو د ښه توپیر نښه ده او دا هغه څه دي چې تاسو له خپلو سیالانو څخه جلا کوي؛ کله چې تاسو د برانډ په مدریت کې ستراتیژي رامنځ ته کوئ او له دې ستراتیژۍ پیروي کوئ نو تاسو مصرف کوونکو او عرضه کوونکو ته ډاډ ورکوي چې ستاسو شرکت په سوداګرۍ کې ټولو اصول ته پابند دی.
یو شرکت کولای شي د براڼد په مدریت کولو کې لاندې عوامل په نظر کې ونیسي:
-شرکت کولای شي د برانډ د مدریت په برخه کې خپل کارکوونکي ښه وروزي، ترڅو دوی د نښې یا برانډ غوره سفیران وګڼل شي، کارکوونکي باید له خپل ټیم سره ریښتیني او صادق واوسي.
– د بازار موندنې او پلورنې ټیم باید په دې وپوهیږي چې څنګه خپل محصول په ښه توګه مشتریانو ته انځور کړي.د برنډ په پیژنده کې بازار موندنه لوی عامل دی او له دې لارې مشتریان ستاسو له برنډ نه ښه انځور ترلاسه کولای شي.
-شرکت باید د برانډ په تولید کې نوښتګر واوسي او په دې کوښښ وکړي چې برانډ کې تغیرات راولي او یوازې په پخوانیو لاس ته راوړنو بسنه ونه کړي.
ـ د بازار موندنې ټکنالوژي پیاوړې کړې:
-د برانډ موثره او قوي مدریت په قوي بودیجې ترسره کیږي، تاسو باید په ټولنیزو رسنیو کې ډیر فعاله واوسئ چې وکوالی شئ د نورو شرکتونو له نوښتونو خبر شئ او تاسو له هغوی مخکې خپل برانډ بازار ته وړاندې کړئ.
-د برانډ تولیدونکي باید د مشتریانو غوښتنې په نظر کې ونیسي او په دې ځان خبر کړي چې د مشتریانو غوښتنتې یې څه دي، کله چې مشتريان ډاډ تر لاسه کړي چې برانډ د دوی د میل مطابق وسایل تولیدوي نو دوی د تل لپاره له دې برانډ سره وفادار پاتې کیږي.
-تل ثبات ولرئ:
کله چې د ځینو شرکتونو د کمپین یا بازار موندنې ستراتیژي نتیجه ورنه کړي نو، د شرکت رهبري له یو ډول ویرې سره مخ کیږي چې ګویا شرکت به یې تاوان وکړي، خو په دې باید ځان پو کړي چې هیڅ یوه ستراتیژي سل په سله سمه نه وي، په داسې شرایطو کې شرکت کولای شي د خپل پلان په ځینو برخو کې اصلاحات راولي او بیرته خپلې چارې پیل کړي.
-بله مهمه موضوع چې ستاسو شرکت یا برنډ ته ښه نوم ورکولی شي، په خپلو کړو ژمنو ستاسو عمل دی، ستاسو برنډ ستاسو اهداف خپلو مشتریانو ته وړاندې کوي.
د نړۍ نامتو برنډونه خپلو مشتریانو ته په ډیر غوره سره ژمنې ورکوي او تل په خپلو وعدو عمل کوي، مثلا کله چې تاسو په یوه محصول د خپل شرکت نښه لګوئ او د خپل محصول ګرانټي ورکوئ، نو په دې پو شئ چې که د محصول په اړه مو په خپلې وعدې عمل نه وي کړی نو ډیر شمېر مشتریان به لاسه ورکړئ او خپل شرکت ته به مو ډیر زیان اړولی وي.نو د خپل برنډ د دوامداره پاتې کېدو او ښه نوم لپاره تل په خپلو ژمنو عمل کوئ.
شرکتونه کولای شي خپل برنډونو ته مشتریان په پورته یادوو شوو طریقو جلب او په هغو ژمنو عمل وکړي چې د مشتریانو د رضایت سبب ګرځي، همدارنګه تل د برنډ په تولید کې نوښتګر واوسئ چې په دې صورت کې به ستاسو برند دایمي مشتریان ولري او تاسو ته به ښه مالي امکانات برابر شي.
لیکوال: د اقتصاد ماسټر حسیب الله امرخېل