fbpx

کرکټ بورډ ممکن د لس میلیون ډالرو څخه زیات تاواني شي

خبریال وېبپاڼه / ۳ اکټوبر ۲۰۱۹ – داسې اټکل کیږي چې د افغانستان پریمیر لیګ(اې پي ایل) سیالۍ راتلوونکي ۲۰۲۰ کال ته په ځنډولو سره افغانستان کریکټ بورډ د لس میلیون امریکايي ډالرو څخه زیات تاوان سره مخ دی.

افغانستان کریکټ بورډ تیره میاشت دوهم پړاو (اې پي ایل) سیالۍ راتلوونکي ۲۰۲۰ کال ته وځنډولې او همداشان یې ددغه لیګ سپانسرې کمپنۍ سنکسر سپورټ سره هم خپل کړی قرار داد فسخ کړ.

د کریکټ بورډ په وینا چې له سنکسر سپورټس کمپنۍ سره یې په دوو مواردو، په لیګ کې د فساد، درغلۍ او د نه روڼتیا شتون، همداشان پخپل وخت د فیس د نه ورکړې له کبله قرار داد لغوه یا فسخ کړئ دی.

له بلې خوا بیا د سنکسر سپورټ کمپنۍ په لومړي پړاو افغانستان پریمیر لیګ سیالیو کې د فساد او درغلۍ ټولې ادعاوې ردوي.

د هغوی په وینا چې په لومړي پړاو لیګ کې د درغلۍ د ادعاوو د څیړلو لپاره دوی له کریکټ نړیوالې شورا او همداشان د فساد ضد کمیټې څخه د مرستې غوښتنه کړې.

د سنکسر سپورټس کمپنۍ د یوه لوړ پوړي چارواکي په وینا چې په تیر لومړي پړاو افغانستان پریمیر لیک سیالیو پر مهال د کریکټ بورډ د ځینو چارواکو لخوا له دوی سره ښه چلند ندی شوئ او په اړه یې د ای سي سي لخوا پلټنې روانې دي.

نوموړي چارواکي وویل:(( مونږ د ای سي سي د فساد ضد کمیټې څخه د وضاحت غوښتنه وکړه او دوی د یوه ریکارډ له لارې مونږ ته خبر را کړ،چې پلټنې اوس هم جریان لري.))

نوموړي چارواکي وویل چې په لیګ ک د فساد د تورونو د سپیناوي لپاره دوی له کریکټ نړیوالې شورا سره له نږدې اوږه په اوږه کار کوي.او څنګه افغانستان کریکټ بورډ بې له کوم دلیله قرارداد لغوه کوي.

د سنکسر سپورټ په وینا که چیرې د افغانستان کریکټ بورډ سره یې قضیه د خبرو له لارې حل نشي،د قانوني لارې به په دوی عریضه وکړي.

(( زمونږ خبرې روانې دي.مونږ پدې پوهیږو چې ځینې پروسجري اختلافات ترسره شوي دي.خو دا داسې غیرقانوني له لارې قرارداد په فسخ کولو سره،مونږ له زیاتو تاوانونو سره مخ شوی یو. که چیرې خبرې بریالی نشوې.د قانوني لارې له امله به دوی ګام پورته کړي.

د کریکټ بورډ یوه چارواکي چې د نوم ښودلو یې ډډه کړې ویلي،چې د سنکسر سپورټس کمپنۍ سره کریکټ بورډ اجرایوي مشر لطف الله ستانکزي بې لدې چې د بورډ له نورو غړو سره مشوره وکړي،قرار داد فسخ کړی دی.

یاد چارواکي په وینا د لیګ ځنډول بې لدې چې تجارتي یا مالي برخې ته او همداشان بې لدې چې قانوني نقطو ته یې پام وشي،یو احمقانه کار و. که چیرې د لوبډلو مالکان او تجاران زمونږ په کریکټ بورډ باندې عریضه وکړي. مونږ به ونشو کولای چې دوی ته خپل قانوني حق یا پیسې ورکړو.

عزیزي

Your SEO optimized title page contents