fbpx

لوګر کې د میلونونو افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د لویو پروژو چارې روانې دي

خبریال وېبپاڼه / ۳ اکټوبر ۲۰۱۹ – د لوګر ولایت چارواکي په دې ولایت کې د اوبو لګولو د ۸ لویو پروژو چې ۷۰ میلونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د جوړولو د چارو خبر ورکوي. د دې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي د یادو شویو پروژو له جملې یې د دریو هغو د جوړولو چارې د پای ته رسېدو په حال کې دي او ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. د یاد ولایت د کرنې او اوبو لګولو ریاست مسوولین وایي، چې د دغو جوړېدونکو پروژو ټولیز اوږدوالی ۲۶ کیلو متره ده، چې په رغولو سره به یې یو زر او ۸۰۰ جریبه ځمکه خړوبه او دوه زره کورنۍ به ورڅخه هر ډول ګټه پورته کړي.

سرچینه وړاندې کاږي، یاده شبکه چې مجموعي اوږدوالی یې ۲۶ کیلو مترو ته رسیږي په اساسي توګه رغول کیږي چې د اوبو د ویش او تنظیم برخه کې به د اړوندو سیمو د بزګرانو ستونزې په بنیادي ډول حل کړي.

د هېواد د کرنۍ وزارت د یادو پروژو د رغېدو لګښت چې ۷۰میلیونه او ۲۲۰ زره او ۴۳۲ افغانۍ کیږي د خپلې پراختیایي بودیجې څخه ورکوي. د دغو اتو پروژو له ډلې شپږ یې د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژې او دوه نور یې ددې وزارت د خلکو په کډون دکرنې او مالدارۍ برنامې له خوا پلي کيږي.

 د پورتینو شبکو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي د شبکو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي لامل هم کیږي. اخوا ځایي بزګران او اوسیدونکي خوښ دي چې ځمکو ته یې د اوبو ورکولو زمینه ور برابریږي. محمدالله لوګری چې اړوند سیمه کې کروندګر دی وایي: ( مونږ د کرنې او اوبو لګولو وزارت مننه کوو، د اوبو برخه کې مونږ له جدي ستونزو سره مخ وو).

بلخوا د کرنۍ او اوبو لګولو وزارت وایي، پلان لري چې د هېواد په ټولو هغه سیمو کې چې بزګران یې د اوبو د کموالي له وجې له ستونزو سره مخ دي جدي پاملرنه کوي.

Your SEO optimized title page contents