fbpx

د پي سي اې لخوا بېن سټوکس د کال غوره لوبغاړی ونومول شو

خبریال وېبپاڼه / ۳ اکټوبر ۲۰۱۹ – د انګلستان کريکټ ملي لوبډلې الروانډر لوبغاړي بېن سټوکس د ( پروفيشنل کریکټرز اسوسيشن) لخوا د کال غوره لوبغاړی اعلان شو.

۲۸ کلن بېن سټوکس د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوريز جام سيالیو په پايلوبه کې د نيوزيلینډ خلاف د ۸۴ ناسوځیدلو منډو په جوړولو سره لوبه مساوي کړي وه.

وروسته په سوپر اور کې هم د توپ وهنې چانس ورکړل شو او هغه هم مساوي شو، خو وروسته انګلستان د زیاتو څلوریزو وهلو په شمیر انګلستان له نيوزیلینډ څخه لوبه وګټله او په لومړي ځل يې د پنځوس نړیوال جام اتلوالي ترلاسه کړه.

سټوکس سره دغه جایزې ته سېمن هرمر، ريان هېګنز، او ډام سېبلې هم کاندیدان شوي وو، خو بېن سټوکس د زیاتو ووټونو په ترلاسه کولو سره د پروفيشنل کریکټرز اسوسيشن ( پي سي اې) لخوا د کال غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.

بېن سټوکس نه يوازې دا چې په نړيوال جام کې ښه ځلیدلی و، بلکې د اسټرالیا خلاف په وروستي ټيسټ سيريز کې هم ښه ځليدلی و.

د اسټرالیا خلاف د اشيز سيریز په دريمې ټيسټ لوبه کې انګلستان کریکټ ملي لوبډلې ته د ګټلو په موخه ۷۳ منډې پکار وې او يوازې یوه ويکټ يې له ځان سره لرله.

سټوکس په وروستۍ ويکټ د جیک لېچ سره په ويشتانځای پاتې شو او انګلستان ته يې په يوې ويکټ تاريخي بریا ور په برخه کړه. او پدې سره انګلستان د اسټرالیا سره د اشيز سيریز لړۍ (۲-۲) کې مساوي پای ته وراسوله.

بېن سټوکس ددغې جایزې په ترلاسه کولو سره خوښي ښکاره کړه او زیاته يې کړه چې دا زما لپاره ستر وياړ دی چې دا جایزه ترلاسه کوي.

(( ددغې جایزې ترلاسه کول زما لپاره ستر ویاړ دی.دا ځانکړي جایزه زمونږ په ټيم کې نورو لوبغاړو هم ترلاسه کړي ده.))

نوموړي وويل په نړيوال جام کې چې انګلستانۍ لوبډلې کومې لوبې ترسره کړې، دا يوه پديده وه.
(( مونږ چې په نړيوال جام کې د يوې لوبډلې په خيث کومې لوبې ترسره کړې، دا يوه پديده وه. د نړیوال جام ګټل او بیا د ټيسټ اشیز سیریز لوبو مساوي کول، دا يو داسې څه دي، چې شخصا زه پرې وياړم او پخپلې لوبډلې فخر کوم.))

د یادونې وړ ده چې د ( پي سي اې) لخوا د کال غوره ځوان لوبغاړی د ثمرسېټ لوبډلې اوپنر بيټسمين ټام بنټن ونومول شو،چې په ټونټي بلاسټ سيالیو کې يې ۵۴۹ منډې جوړې کړي وې.

همداشان د انګلستان ښځينه کریکټ لوبډلې لوبغاړې سوپي اېکليسټون د کال غوره کریکټره ونومول شوه.
نوموړې شل کلنې لوبغاړې د انګلستان لپاره په اشيز سيریز او همداشان د ویسټ انډيز خلاف په يو ورځنیو سياليو کې زیاتې ویکټې اخيستي وې.

عزیزي