fbpx

ملګري ملتونه: د افغانستان د ټاکنو پایلې باید رڼې او عادلانه وي

خبریال وېبپاڼه / ۳ اکټوبر ۲۰۱۹ – د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروسته تر هغې د افغانستان ۱۳۹۸ لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پر روڼوالي ټینګار وکړ، چې دلته د ټاکنو خپلواک کمیسیون له پریکړې وړاندې د ثبات او همپالنې ټیم ځان بریالی اعلان کړ.

 امنیت شورا ترسره شوې ټاکنې دې هېواد کې د ولسواکۍ لپاره مهم ګام بللی؛ خو هممهاله یې په یوې خپرې کړې اعلامیه کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غوښتي چې د خلکو رایې دې په دقت وشمېري او عادلانه، ټولو خواوو ته د منلو او رڼې پایلې دې اعلان کړي.

د ملګرو ملتونو یادې شورا دارنګه له ولسمشریزو نوماندانو هم غوښتنه کړې ده چې د ټاکنو کمیسیون اصول نقض نه کړي او پریکړې ته دې انتظار وکړي؛ ترڅو یاد کمیسیون رایې په ښه توګه وشمېري او بیا پایلې اعلان کړي.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي چې تر وخت مخکې دې هېڅ کاندید د خپلې بریا اعلان نه کوي او دا کار د اصولو خلاف دی. د افغانستان د ټاکنو کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ هیله ښودلې چې د ټاکنو پایلې په لومړي پړاو کې خلاصې شي او دوهم پړاو ته اړتیا پېښه نه شي. د ټاکنو کمیسیون دا هم ویلي چې یوازې هغه رایې ورته د منلو او باور وړ دي چې د بایومیتریک له پروسې وتلې وې.

تیره ورځ د مشرانو جرګې مشر ویلي وه چې هغه رایې به هم په کمیسیون ومني چې بایومیتریک شوې نه وي، ځکه په وینا یې په ډېری ولایاتو کې د وسایلو د خرابوالي له وجې د خلکو رایې نه دي بایومټریک شوي.

Your SEO optimized title page contents